نړیوال کریکټ

له بابر اعظم سره د یوې ۸ کلنې ماشومې خبرې وشوې چې دا یې ارمان هم وه

دا چې کریکټ یوه نړیواله او ورزشي لوبه ده نو ګڼ شمېر مینه وال هم لري خو په مینه والو کې بیا یو ډول مینه وال داسې دي. چې د کریکټ لوبغاړو سره ځانګړې مینه لري او دا یې هیله او ارمان وې چې د خپل خوښې وړ لوبغاړي سره ووینې او یا هم خبرې وکړې. 

چې دلته هم د یوې ۸ کلنې انجلۍ ارمان وروسته له هغې پوره شو چې د بابر اعظم سره یې خبرې وکړې او ور څخه یې مشورې تر لاسه کړې. یاده انجلۍ سامیا افسر نومېږي او غواړي چې په راتلونکې کې د بابر اعظم په څېر ورته کریکټ لوبه ترسره کړې. 

سامیا له بابر سره د خبرو اترو ترسره کېدو له امله خورا د خوښۍ احساس کوه او پر وینا یې چې زه ډېره زیاته خوشاله یم چې د بابر سره مې د خبرو ترسره کېدو خوب بشپړ شو.  سامیا همدغه راز وایي چې په توپ وهنه کې د سریلانکا پخواني لوبغاړي کمارا سنګکارا څخه متاثره شوې.

بابر اعظم بیا لیکلې: چې ((دا انجلۍ دومره ښه توپ وهنه ترسره کوي چې د دې تخنیک زما څخه هم ښه ښکارې. مونږ باید دا ډول استعدادونه په پراخه کچه وهڅوو او ملاتړ یې وکړو.)) 

۸ کلنې سامیا چې له بابر سره اړیکه نیوله هغه ته یې داسې وویل: ((زه د بابر غټه مینه واله یم او غواړم د هغه په څېر شم. هغه زمونږ د هېواد او کریکټ اتل دی.))  بابر اعظم انګلینډ هېواد ته تللی دی او له هغه ځای یې له سامیا سره اړیکه ټینګه کړې وه. د یادولو وړ ده چې د انګلینډ په کوربتوب د پاکستان او انګلینډ کریکټ ملي لوبډلو تر منځ درې ټېسټ او درې شل اوریزې سیالۍ تر سره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې