نړیوال کریکټ

رمیز راجا: که پاکستان د انګلینډ خلاف داسې سیالۍ وکړي نو انګلینډ به خپل کور کې مات کړي

دا چې له اوږد ځنډ وروسته کریکټ پیل شو. نو د کریکټ ډیری مبصرین او تبصیره کوونکي اوس بیا پر کریکټ باندې خپل نظرونه څرګندوي. په ورته وخت کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوس مهال د کریکټ مشهوره مبصر رمیز راجا ویلي دي چې پاکستان کریکټ ملي لوبډله به وکولی شي چې انګلینډ په خپل کور کې په ګونډو کړي. 

رمیز په خبرو کې وویل: ((د وېسټ انډېز او انګلیستان لومړي ټېسټ لوبې ته په لیدو داسې ښکارې چې د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې بیټېنګ یا توپ وهنې برخه خورا کمزورې ده. چې پدې سره به پاکستانۍ لوبډلې مورال خورا پیاوړي وي. چې انګلینډۍ لوبډله ماته کړي.))  خو راجا وایي، چې د جو روټ بیرته راستنېدلو سره به انګلینډ کریکټ ملي لوبډله په یو کچه پیاوړي شي.

راجا زیاتوي، انګلینډۍ لوبډله غلطې پریکړې کوي چې له همدې امله یې توپ وهنې لین کمزوری دی. 

د یادولو وړ ده چې د انګلینډ او پاکستان ترمنځ به درې ټېسټ او درې شل اوریزې سیالۍ په روانه جولای میاشت کې ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې