افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر نوروزمنګل ته دې د زوکړې ۳۶مه کلیزه مبارک وي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او په اوس وخت کې د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی نورز منګل نن ۳۶ کلن شو.نوموړی د خپل وخت یو افسانوي لوبغاړی و چې په ډېرو سختو شرایطو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر دغه ځاې راورسوله.

نورز منګل په ۱۹۸۴ م کال کې د جولای په پنځمه نېټه په کابل ولایت کې زیږدلی و.دافغانستان لپاره یې پنځوس یو ورځنۍ، ۳۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.په پنځوس اوریزه لوبه کې ټولې منډې ۱۱۴۸،او په یوه سیالۍ کې لوړې منډې ۱۲۹ دي.

دوه سلیزې او ۴ نېمه سلیزې لري، شل اوریزه لوبو کې ۴۷۳ ټولې منډې لري او ترټولو زیاتې منډې په یوه سیالۍ کې ۶۵ دي په شل اوریزه فارمټ کې کومه سلیزه نلري خو بل پلو بیا یوازي دوه نېمه سليزې لري.

د کرکټ پیل یې په ۲۰۰۹ م کال کې د لوبډلمشر په صفت د سکاټلینډ پر وړاندې وکړ.او خپله وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه یې په کال ۲۰۱۶ م کې د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړه.د شل اوریزه لوبو پیل یې په ۲۰۱۰ م کال کې د ایرلینډ پر وړاندې وکړ.او د پاې لوبه یې هم په ۲۰۱۷ م کال کې د ایرلینډ پر وړاندې ترسره کړه.

Afghanistan cricket captain Nawroz Mangal addresses a press conference ahead of the ICC Twenty20 Cricket World Cup in Colombo on September 13, 2012. The two-yearly tournament in cricket’s shortest format will be played from September 18 to October 7, with Hambantota holding three matches, Pallekele nine and capital Colombo fifteen. AFP PHOTO/ LAKRUWAN WANNIARACHCHI (Photo credit should read LAKRUWAN WANNIARACHCHI/AFP/GettyImages)

نوموړی دا ویاړ له ځانه سره لري چې د خپل وخت په لوبډلمشرۍ کې وشو کولای چې په خپله لومړی پنځوس اوریزه لوبه کې بریا د افغانستان لپاره ترلاسه کړي.

نورز منګل د افغانستان لپاره یو د تر ټول بهترینه لوبغاړو څخه ځکه شمیرل کیږي چې د کلي کرکټ یې په نړیوال کرکټ بدل کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې