لیګونهنړیوال کریکټ

بیګ باش لپاره هم نهایې نيټه اعلان شوه

استرالیا کرکټ بورډ نن رسماً اعلان وکړ چې خپل کورنی تجارتي لیګ به د کال په وروستۍ میاشت ډیسمبر کې ترسره کړي.د بیګ باش پړوا به د ډیسمبر میاشتې په درېمه نېټه د دوه لوبډلو په لوبه پیل شي.

 دا سیالۍ به د تیر فصل په پرتله دوه اونۍ مخکې پیل شي.چې ۶۰ ورځي به دوام وکړي.دا پرېکړه وروسته د ډېرو مشورو او د کلبونو د مالکانو سره د مسلسلوناستو وروسته ترسره شوې ده.

Generated by IJG JPEG Library

۵۶ سیالۍ به په ماښام کې ترسره کيږي او یوازې پنځه سیالۍ به بیا د ماښام څخه مخکې ترسره شي.۲۶ سیالۍ به په ژوندۍ بڼه د درې فاینلونو په ګډون په تلویزون وښودل شي.

د بیګ باش مشر، الیسټر دوبسن، وویل،، زمونږ هيله داده چې یو ځل بیا په نورمال ډول لوبو ته راستانه شو او خلکو ته دا یو احساس ورکړو چې حلات ورو ورو نورماله کیدونکې دي،مونږ د لوبغاړو او نورو کارمندانو لپاره د یو ښه چاپيریال په لټه کې یو ترڅو لوبغاړي په ډېرې خوشالۍ سره یو ځل بیا کرکټ ته راستانه شي،کلبونه ته مونږ اجازه ورکووچې له ځانه سره بهرني لوبغاړي اوساتي ترڅو په راتلونکې پړاو کې د دوی په ګټه ولوبیږي،،

استرالیا کرکټ ملي لوبډله بیا په راتلونکې میاشتو کې د هندوستان سره یو دوه اړخیزه سیریز هم لري چې ډېری ملي لوبغاړي به د بیګ باش څخه ملي لوبډلې ته ستانه شي.

BRISBANE, AUSTRALIA – OCTOBER 10: Megan Schutt of the Strikers, Beth Mooney of the Heat, Nicola Carey of the Hurricanes, Georgia Wareham of Renegades, Elyse Villani of Stars, Meg Lanning of Scorchers, Ashleigh Gardner of the Sixers and Rachael Haynes of the Thunder pose during the Women’s Big Bash League WBBL 2019-20 Season Launch at Fortitude Music Hall on October 10, 2019 in Brisbane, Australia. (Photo by Chris Hyde/Getty Images)

بل پلو به د ښځو بیګ باش لیګ د اکتوبر په ۱۷ نېټه پیل، او د نومبر تر ۲۹ به دوام وکړي.یاده دې وي چې د بیګ باش په سیالیو کې د ګن شمير بهرنیو لوبغاړو په شتون کې افغان لوبغاړو ته هم ځاې ورکول شوې دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې