دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کریس سیلور ووډ د انګلستان په لومړی ماته خواشیني وښوده

د انګلستان په کوربتوب د روانې میاشتې په ۸ نېټه ویسټ انډيز او کوربه لوبډلې انګلستان خپله لومړنی ټيسټ لوبه ترسره کړه چې پکې کوربه لوبډلې د مېلمنې لوبډلې څخه ماته وخوړه.په دغه سیالۍ باندې برتانوي مبصرین او مینوال زیات خفه شوې چې له ډلې څخه یې کریس سیلور ووډ هم دی.

کریس په دې نظر و چې انګلستان باید په لومړي او دوهم اننګز کې ښه توپ وهنه کړی وی، د انګلستان د ماتې دوه لاملونه و چې یو د سټوراټ براډ نه اچول، او دوهم بیا غلطه توپ وهنه ترسره کول هغه څه و چې د انګلستان د ماتې سبب وګرځيد.کریس زیاتوي،، زه باور لرم چې د جي روټ په راتګ سره به انګلستان کرکټ ملي لوبډله کې څه ناڅه تغیر راشي، مونږ به هڅه وکړو چې دوه سیالۍ وګټو ځکه انګلستان کرکټ ملي لوبډله پیل په ماتې کوي خو له هغې وروسته بیا د ګټې ډېر چانس لیدل کیږي، لکه څنګه چې په جنوبي افریقا کې مونږ په سینچورین ایالت کې لومړی سیالۍ وبایلله او نورې ټولې مو بیا وګټلې،زمونږ لوبډله شنين ګابرایل او جیسن هولډر ووننګوله چې په دواړو اننګزونو کې یې ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه،،

یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د مېلمنې لوبډلې ویسټ انډېز سره دوهمه ټيسټ لوبه د روانې میاشتې په ۱۶ نېټه ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې