نړیوال کریکټ

نیوزلنډ لوبډله راتلونکې اونۍ تمرینات پیلوی

د نیوزلیند کرکټ بورډ اعلان وکړ چې په همدې  اونۍ کې به یې د کرکټ ملي لوبډله خپل روزنیز تمرینات پیل کړي.

د یاد بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د نیوزلنډ لوبډله به له اوږد ځنډ  وروسته یو ځل بیا خپل تمرینات پیل وي.

په یاده اعلامې کې همدا راز ویل شوي، په راتلونکو څو میاشتو کې به لوبغاړو ته په بیلابیلو برخو کې شپږ تمریناتي کیمپونه جوړ شي.

په راتلونکو شپږو میاشتو کې شپږ تمریناتي کمپونه د هېواد په ستر روزنیز مرکز لینکین جوړیږي، چې  د نوزرلینډ نارینه او ښځینه کرکټران به پکې برخه واخلي.

نېوزلیند هغه هېواد دی چې د کرونا ویروس ډیر لږ اغیزمن کړ، یاد هیواد په ډیري چټکې سره د وایروس مخه ونیوله ، په دې هېواد کې ټول د کرونا ویروس ۱۵۰۰ مثبتي پېښي ثب شوي او له ډلې یې ۱۴۰۰ بیرته رغیدلي او ۲۲ نور بیا مړه شوي دي.

ټاکل شوې نوزرلینډ ښځینه لوبډله په سپټمبر میاشت کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې سره پنځه شل اوریزه لوبې د اسټرالیا په کوربتوب ترسره کړي.

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، خو اوس یو ځلي بیا هیوادونه هڅه کوي کرار کرار عادي حالت غوره کړي او د کرکیټ لوبو ته راوګرځي.

څو ورځې مخکې د ویسټ انډیز او اګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ هم د دریو ټیسټ لوبو لړي پیل شوه چې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې کوربه انګلستان ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه.

د یادي ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې وکړې.

کله چې انګلستانۍ لوبډله دوهمه پاڼۍ ته کښته شوه، نو دا ځلې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۳ منډې جوړې کړې او ویسټ انډيز ته یې د ۲۰۰ منډې هدف وټاکه.

ویسټ انډیز یاد هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې لومړۍ ټیسټ لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۴ ویکټو ماته ورکړه.

ټاکل شوې دا دوه هیوادونه دویمه ټیسټ لوبه د روانې جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه پيل کړي.

د دې ترڅنګ درېیمه او وروستۍ ټیسټ لوبه بیا د روانې جولای میاشتې په ۲۴مه نېټه پيلوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې