دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ۲۰۱۹ نړیوال جام پایلوبې جالبه شیبه

پوره یو کال کېږي چې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د پنځوس اورېز نړیوال جام اتلولې تر لاسه کړه. د نړیوال جام د بریا په لومړۍ کلیزه کې د انګلیستان کیپتان ایون مورګن د یوې جالبې شیبې یادونه وکړه. 

ایون مورګن وایي، کله چې له نیوزیلینډ سره په پایلوبه کې مخامخ شو. نو د پایلوبې په جریان کې مې داسې احساس وکړ چې ګواګې د نیوزیلینډ څخه مو په پنځوس اورېز نړیوال جام کې ماته وخوړه.د مورګن پر وینا چې ما داسې احساس وکړ چې دا کپ مونږ له لاسه ور کړ.

د ۲۰۱۹ پنځوس اورېز نړیوال جام:

تېر پنځوس اورېز جام د ځینو لوبډلو لپاره له خورا بدو خاطرو شاید وه. په دې جام کې افغان کریکټ ملي لوبډلې سختې ماتې له سیالو لوبډلو څخه وخوړلې. او په مسلسل ډول یې د ګلبدین نایب په لوبډلمشرۍ کې نهه واړه لوبې وبایللې. همدا شان په پایلوبه کې نیوزیلینډ له انګلیستان څخه حیرانوونکې ماتې وخوړه. 

په پنځوس اورېز نړیوال جام کې پایلوبه د نیوزیلینډ او انګلیستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې پدې کلیدي سیالۍ کې نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې په سوپر اوور کې ماته ومنله.

مورګن د کریکټ مشهورې ورزشي ویبپاڼې ې اېس پي اېن کرېکنفو ته داسې وویل: ((یواځې د څو ثانیو لپاره یوه شیبه وه چې کله ما په بریا شک وکړ.))

د ددې جالبې پایلوبې یو کال پوه شو چې لوبډلمشر مورګن پکې د یوې سختې خاطرې یادونه وکړه

پدې جالبه سیالۍ کې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې لومړی توپ وهنه ترسره کړه. چې د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې د بین سټوکس د ۸۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۲۴۱ منډي جوړې کړې چې پدې سره یې سیالۍ مساوې کړه او لوبه سوپر اوور ته ووتله خو په سوپر اوور کې هم سیالۍ مساوې پایته ورسېده. 

چې وروسته کوربه انګلیستان د ډېرو شپږېزو او څلورېزو (د ډېرو بونډریو) په ترلاسه کولو سره د ۲۰۱۹ پنځوس اورېز نړیوال جام اتله لوبډله ونومول شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې