افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د یو بل ځوان لوبغاړي لوبیز بندیز هم پای ته ورسید

د افغانستان د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې مخکنې لوبډلمشر ریاض حسن درې کلن لوبیز بندیز د شا وخوا ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره پای ته ورسېد، چې پر بنسټ به یې نوموړی د انظباط او ډسپلین کمېټې د پرېکړې له مخې د وړتیا په ښودلو سره په هر ډول رسمي او غیر رسمي لوبو کې ګډون وکولی شي.
ریاض حسن د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپوهونکی دی چې په ۲۰۱۹م کال کې په هندوستان هېواد کې د افغانستان، سویلي افریقا او هندوستان ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو پر مهال د ډسپلیني سرغړونې په پایله کې له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ شوی و.

ریاض حسن د افغانستان په ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډله د لوبډلمشر په حېث لوبېده چې د پام وړ لوبو یې د ډېرو مینه والو زړونه خپل کړي وو.
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ډسپلین او انظباط کمېټې په پرېکړه کې راغلي:

 ((ریاض حسن په ۲۰۱۹ کال کې د ډسپلیني سرغړونې له امله له درې کلن لوبیز بندیز سره مخ سوی و چې بیا څه موده وړاندې حسن پر نوموړي د ترحم لپاره ادارې ته مراجعه کړې وه او په تېرو کړنو یې پښېماني څرګنده کړې چې پر همدې بنسټ د ډسپلین کمېټې د اصولو د ۳۰ مې مادې له مخې، د اجراییه رییس له تاییدي او د عمومي رییس له منظورۍ وروسته د نوموړي پاتې موده وبخښل سوه.))

څه موده مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهونکې شهزاد محمدي او تیز توپ اچونکې افتاب عالم بندیز هم پایته رسیدلي وو، شهزاد محمدي د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کي د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چي له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.

شهزاد محمدي څو میاشتي مخکي د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه، چې په پایله کي د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتي موده وبخښل شوه.

همدارنګه افتاب عالم د د انضباطي سرغړونې له امله له یو کلن بندیز سره مخ سوی وو چې څو ورځې مخکې یې د بندیز موده پایته ورسیده.

بلخوا د افغانستان کرکیټ بورډ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي پر تېز توپوهونکي شفق الله شفق د فساد په وړاندي د مبارزې له اُصولو څخه د سرغړوني له امله شپږ کاله بندیز ولګاوه.

شفیق الله شفق د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو او د بنګله دېش غوره لیګ د ۲۰۱۹م په لوبو کي د جوړجاړي منلو سرغړوني کړي دي.


د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د بشري سرچینو د اصولو سربېره د لوبغاړو د سرغړونو لپاره د ډسپلین او انظباط اصول هم لري چې د لوبغاړو د عمدی او غیرعمدي تېروتنو پر مهال پرې عملي کېږي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې