افغانستان کریکټ

د ټولو ملي اتلانو د کرونا پایلې منفي وختلي!

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د افغان ملي لوبغاړو د ټولو پایلې یې کتلې او منفي ختلي.

افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمې فیسبوک پاڼې دا خبر خپور کړ چې د ټولو ملي لوبغاړو د کرونا ټيسټونه یې منفي ختلي.

افغانستان کرکټ بورډ شا وخوا یوه-نیمه میاشت وړاندې د ملي لوبډلې د ۲۴ لوبغاړو لپاره روزنیز کمپ پیل کړی و چې له پای ته رسېدو سره یې ادارې د غوره احتیاط او پاملرنې په موخه د ټولو لوبغاړو د کورونا ناروغۍ د تشخیص معاینې وکړې.

په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۴ افغان لوبغاړي شامل وه:

« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک، افتاب عالم، نجیب الله ترکې او شریف الدین اشرف.»

دغه راز ادارې د لوبغاړو د لا ډېر خوندیتوب په موخه د هېواد د روغتیا وزارت په مرسته د کورونا پر وړاندې د مبارزې او سپارښتنو عملي کولو په موخه ټولو لوبغاړو ته یو ورکشاپ هم جوړ کړی و.

 دا چې له دې وړاندې د ذکر شوو ټولو لوبغاړو د معاینې کېټونه اخیستل شوي وو نو په ترڅ کې یې نن د روغتیا وزارت له ادارې سره د لوبغاړو د ټېسټونو پایلې هم شریکې کړې چې پکې د ټولو لوبغاړو د کورونا ناروغي منفي ښودل شوې ده.

افغانستان کرکټ بورډ درې ورځې وړاندې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې څخه د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه هم ترلاسه کړه چې پر بنسټ به یې اداره په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې کرکټ لیګ، لومړۍ درجه ولایتي او لېسټ اې سیالۍ ترسره کړي.

په هیواد کې د کرونا ویروس د وروستي وضعیت، خپریدو، وقایې او دې ویروس سره د مبارزې په برخه کې افغان کرکټ بورډ د روغتیا نړیوال سازمان او روغتیا وزارت سپارښتنو ته په به بشپړ ډول ژمن دی چې د افغانستان کرکټ بورډ په دغه ډګر کې له ټولو اړوند لوریو، په ځانګړي ډول د هېواد د روغتیا له وزارت ځانګړې مننه کوي.

افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وویل، په یاد روزنیز کمپ کي د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهني او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار وشو.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې