افغانستان کریکټ

د ننګرهار ورزشي خبریالانو مشورتې ناسته ترسره کړه

وړمه ورځ په ختيځ ننګرهار کې د یاد ولایت د ورزشي خبریالانو ترمنځ مشورتې ناسته ترسره شوه. چې په یاده ناسته کې د ننګرهار مختلفو غږېزو، انځورېزو او د انلاین رسنیو خبریالانو ګډون کړی وه.

په دغه ناسته کې د ننګرهار د بهسودو کریکټ لوبغالي د پاتې کارونو او پر ستونزو او همدغه راز ترڅنک یې د افغان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق د استعفا په پار د یوې لویې ستاینغونډې او د ختیځ زون د کریکټ مسؤلینو پر ناکامیو بحث ترسره شو.

د یادولو وړ ده چې د ننګرهار ورزشي خبریالان په پام کې لري چې د افغان لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق لپاره یاده ستاینغونډه د راتلونکې شنبې په ورځ ونیسې.  چې پدې غونډه کې به د کریم صادق نه هيردونکې خدمتونه چې د افغان لوبډلې لپاره یې ترسره کړې وه وستایې.

باید یاده شې چې د ستاینغونډې څخه وړاندې به د ملي لوبغاړو او د ننګرهار ورزشي خبریالانو ترمنځ یوه په زړه پورې سیالۍ هم ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې