دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د مشرفي مرتضی دریم ټیسټ منفي خو میرمن یې لاهم پر یاد ویروس ککړه ده

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی څه موده وړاندې په کرونا ویروس اخته شوې و چې نن یې دريم ټيسټ منفي راووته.

د هغه لومړی ازموینه مثبته وه دوهمه یې هم مثبته وه خو د دريم ځل ټیسټ وروسته یې نتیجه منفي وه.

د راپورونو پر اساس د مشرفي مرتضی میرمن هم په دغه ویروس اخته شوې چې لایې هم ټيسټ مثبت دی.مشرفي مرتضی د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې یو له تر ټولو پخوانیو لوبغاړو څخه دی چې له هم د دولتي دندې ترڅنګ د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره سیالۍ ترسره کوي.

د مرتضی وړاندې لومړی لوبغاړی چې پر دغه ویروس اخته شو هغه انګلستانی الیکس هیلز و، له هغه راوروسته پاکستانی مشهوره الراونډر شاهد خان افریدی هم د دې ویروس ښکار شو خو اوس د ټولو ټیسټ منفي دی او خپل عادي ژوند ته راګرځیدلي دي.

د نوموړي څخه څو ځله بنګله دیش کرکټ بورډ د تقاعد غوښتنه وکړه خو د ده ځواب تل منفي و.یاده دې وي چې بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د مشرفی مرتضی په لوبډلمشرۍ کې ډېر وار اتلوالۍ ته رسیدلی ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې