دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د استرالیا او هند ترمنځ سیالۍ به د آی پي ایل له وجې وځنډیږي

هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د کال په وروستۍ میاشت کې یو سیریز لري چې پکې د ټيسټ لوبو نېټه په ډاګه شوې وه.

د استرالیا کرکټ بورډ د سي آی ادرې د ډیسمبر په ۳ ڼېټه لومړی ټیسټ لوبه پلان کړې وه چې اوس مهال یې د ځنډیدو اعلان شوې.

په دغه سیریز کې د ټیسټ لوبو په ګډون درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې هم شاملې دي چې دکال په وروستۍ میاشت کې به ترسره شي.

سرچینې ویلي چې هند کرکټ ملي لوبډله به استرالیا ته د سفر مخکې دوه جلا جلا ازموینې ترسره کړي، او همدا شان به دوه نورې ازموینې په استرالیا کې په جلا ډول ترسره کړي.څو ورځي وړاندې سوراف ګنګولي ویراټ کوهلي ته ویلي و چې دا ځل باید استرالیا ته په خپل کور کې ماته ورکړي، خو بل پلو ګنګولي د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته هم نظر وکړ چې په اوسنې وخت کې د نړۍ بهترینه لوبغاړي له ځانه سره لري.

یاده دې وي چې هندوستان کرکټ بورډ د خپل کورني سوداګریز لیګ لپاره نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام هم قرباني کړ خو لاتراوسه پورې یې د ترسره کیدو دقیقه نېټه د رسنیو سره نده شریکه شوې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې