نړیوال کریکټ

نړیوال جام؛ تېر کال په همدې ورځ د کرکټ په تاریخ کې جالبه لوبه!

تیر کال په همدې ورځ د جولای په ۱۳مه نیټه د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پایلوبه د انګلنډ او نیوزیلنډ لوبډلو تر منځ ترسره سوه چي د لومړي ځل لپاره پکښي د انګلنډ لوبډلي اتلولي خپله کړه.

یاده پایلوبه د کرکټ په تاریخ کې ډیره پزړه پوري او جالیبه پایلوبه وه، ځکه چې تر اخیرني اور پوري هیڅ لوبډلې دا فیصله نسواي کولاي چې پایلوبه به کومه لوبډله په خپل نوم کوي.

د پایلوبي ټاس د نیوزیلنډ لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو پنځوس اورونو کي یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډي جوړي کړې او کوربه انګلنډ ته یې د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.

د نیوزیلنډ لپاره په توپ وهنه کي نیکولس ۵۵ او لتم ۴۷ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې.

بلخوا کوربه انګلنډ ته په توپ اچونه کي وکس او پلنکیټ ۳/۳ ارچر او وډ بیا ۱/۱ ویکیټ ترلاسه کړه.

کله چې انګلینډي لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سوه نو دوی هم په پنځوس اورونو کي ۲۴۱ منډي جوړي کړې چي په پای کښي لوبه سوپر اور ته ولاړه .

د پنځوسم اوور څلورم توپ ټرېنټ بولټ ترسره کړ؛ بېن سټوکس شاټ د مېډ وېکټ پر لور وواهه؛ هلته فیلډر ګوپټېل ولاړ و، ګوپټېل ترو وکړه، له کیپېنګ وېکټ سره د بېن سټوکس په بېټ توپ ولګېد او بونډري ته ولاړ.

دا هم هغه توپ وو چې انګلینډ لوبډله یې د بریا لور ته یوړه.

د انګلنډ لپاره توپ وهنه کي بټلر ۵۹ او سټوکس ۸۴ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .

د نیوزیلنډي توپ اچونکو له منځه نېشم او فرګوسن ۳/۳ , ګرینډم او هینري یوه یوه ویکیټ ترلاسه کړه.

په سوپر اور کي د انګلنډ لوبډلي د ۱۶ منډو هدف وټاکه خو یاد هدف د نیوزیلنډ لوبډلي ترلاسه نکړ او اتلولي یې د لاسه ورکړه.

د یادوني وړ ده چي نیوزیلنډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کي هند ته او انګلنډ په دوهمه نیمه پایلوبه کي اسټرالیا ته ماته ورکړې وه او پایلوبي ته یې لار پیدا کړې وه.

لیګنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې