دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سټيو سمیت پر همدې ورځ لس کاله مخکې د یوسوکه توپ اچونکې په توګه ملي لوبډلې ته راستون شو چې اوس مهال په ټیسټ کرکټ باچاهي کوي

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړی سټیوسمیت لس کاله مخکې په همدې ورځ استرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شو چې په دې وخت کې یوازې سوکه توپ اچونکی و.

سټیو سمیت په ۲۰۱۰ م کال کې د شل اوریزه لوبو پيل دننه په استرالیا کې په میلبورین لوبغالې کې د پاکستان پر وړاندې د فیبروۍ په ۵ نيټه وکړ،چې په دې وخت کې یوازی لیګ بریک بالر سوکه توپ اچونکی و.سټیوسمیت د توپ اچونې وروسته په خپلې توپ وهنې ډېر کار وکړ چې اوس مهال د نړۍ ټاپ ترینه توپ وهونکی شمیرل کیږي.

سمیت کلونه کلونه په خپلې توپ وهنې زیات کار وکړ چې اوس په استرالیا کرکټ ملي لوبډله کې یوازي د توپ وهونکې په شکل خپل بهترینه اننګزونه نندارې ته وړاندې کوي.نوموړی د ټيسټ سیالیو په فارمټ کې د آی سي سي سره د ۷۸۹ نمرو په درلودلو سره لومړی مقام لري.

سمیت ډېر وخت اوس له ویراټ کوهلي، بابر اغظم، او د یولړ پخوانیو لوبغاړو سره پرتله کيږي چې دهغوۍ ریکارډونه به په راتلونکې کې مات کړي. نن لس کاله بعد د کرکټ په نړۍ کې یو د مخکښو توپ وهونکو او د ټیسټ لوبو اول نمبر توپوهونکی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې