دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکس: که چیرته مونږ ۴۰۰ یا ۵۰۰ منډي جوړې کړې وې نو د میچ پایله به بیا بل ډول وه

د انګلینډ په کوربه توب د وېسټ انډېز او انګلیستان تر منځ لومړۍ ټېسټ سیالۍ په ساوټ امپټون کې تر سره شوه. چې دا سیالۍ د میلمه وېسټ انډېزۍ لوبډلې په بریا سره پایته ورسېده او یو ځل بیا یې له درې یا څلور میاشتنې ځنډ وروسته په بریا سره پیل وکړ. 

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې کوربه انګلینډۍ لوبډله پر ۴ ویکیټو له ماتې سره مخ کړه. د ویلو وړ ده چې انګلینډۍ لوبډلې د بین سټوکس په لوبډلمشرۍ کې لومړی پچه یا ټاس وګټه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سټوکس له خپلې پریکړې خوښ دی یا ناخوښه؟

دا چې سټوکس په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د انګلیستان کریکټ ملي لوبډله رهبري کړه. او د وېسټ انډېز خلاف یې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ټاس ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه غوره کړه. سټوکس وایي، چې له خپلې پریکړې پیښمانا نه دی ځکه لومړنی اننګز خورا زیات مهم وه چې پکې باید ډیرې منډې لاسته راوړل شوې وې خو هغسې ونه شول.

سټوکس وویل: ((ما لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه ځکه د لومړي اننګز تر سره کول خورا مهم وه. که چیرې مونږ په دې لومړي اننګز کې ۴۰۰ یا ۵۰۰ منډي جوړې کړې وې نو د لوبې پایله به بیا بل ډول وه او وېسټ انډېزۍ لوبډله به مو له ماتې سره مخ کړی وه.))

دا چې نړیوال کریکټ له ۱۱۷ ورځنې ځنډ وروسته تیره چهارشنبه د وېسټ انډېز او انګلیستان پر سیالۍ بیا پیل شو نو انګلیستاني لوبډلمشر ژوره خوښې څرګنده کړه. 

سټوکس وایي، دا خورا حیرانوونکي وه چې مونږ بیرته د سیالیو تر سره کولو فرصت تر لاسه کړ. نوموړي همداشان له نندارچیانو پرته سیالۍ بې خونده وبللې او پر وینا یې چې مونږ د ډېرو وګړو په مینځ کې د سیالیو تر سره باندې عادت یو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې