دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بین سټوکز : د سټوراټ براډ په نه لوبولو افسوس نه کوم

بین سټوکز چې د لومړي ځل لپاره یې انګلستان کرکټ ملي لوبډله په ټيسټ لوبه کې رهبري کوله په خپله لومړی ټيسټ لوبه کې یې د ویسټ انډیز څخه په خپل کور کې ماته وخوړله.اوس انګلستاني مبصرین او مینوال له په دې اند دي چې ولي سټورټ براډ چې په نړیواله کچه په ټيسټ لوبه کې شهرت لري په سیالۍ کې ورته چانس ندی ورکول شوی.بین سټوکز د لوبې وروسته په یو کنفرانس کې ویلي،، زه په دې هیڅ افسوس نه کوم چې مونږ براډ ته په سیالۍ کې چانس ورنکړ، مونږ سره د چټکو بالرانو په اړخ کې جوپرا ارچر، مارک ووډ، او د سوینګ شاهین شاه جیمز انډرسن شتون درلود،خو چې ګټه مو ترلاسه نکړه نو دا یو بیل اړخ لري، زه د براډ په وړتیا کې شک نلرم، او ډېر خوشاله یم چې مونږ د براډ پڅير بهترینه توپ اچونکي د ځان سره لرو،زمونږ د لوبې نقشه په توپ اچونه کې جیسن هولډر او شنین ګابرایل بدله کړه، خو زمونږ د ماتې لامل یوازي بلک ووډ، وګرځيد ځکه هغه په ویکټ ډېر زیات پاتې شو او ۹۵ منډې یې ترلاسه کړلي،

زمونږ لوبډله جیسن هولډر تعقیب کړی وه او د سیالۍ په اوږدو کې یې هر ډول منفي اړخ ته فکر کړی و دا د کرکټ یو اړخ دی کله به یې ګټې او کله به یې بیلي،،یاده دې وي چې د انګلستان کرکټ اکثریت تبصره کوونکې په دې اند دې که چیرته سټوراټ براډ ته په سیالۍ کې چانس ورکول شوې وی نو لرې نه وه چې انګلستان به مېلمنه لوبډله له سخت شیکست سره مخ کړی وی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې