افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

۳ افغان لوبغاړي چې په لومړي ځل CPL سیالیو کې لوبېږي

د ويسټ انډيز په تجارتي سياليو کارابين پريمئير ليګ CPL کې ٦ افغان لوبغاړي واخيستل شوه، چې درې افغان لوبغاړي به په دغه سياليو کې په لومړي ځل ولوبېږي.

CPL شل اوریزه لیګ چې ټاکل شوي د اکسټ په ۱۸مه نیټه پیل او د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نیټه پای ته ورسیږي پکښې راشد خان، محمد نبي، قېس احمد، نوين الحق، رحمان الله ګربز او نور احمد هغه افغان لوبغاړي دي چې په ۱۳م پړوا CPL کې به ولوبېږي.

نوين الحق، رحمان الله ګربز او نور احمد بيا هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل به په کارابين پريمئير ليګ سياليو کې ولوبېږي، همدا راز راشد خان، محمد نبي، قېس احمد او ظاهر خان بيا هغه لوبغاړي دي چې له دې مخکې هم په دغه سياليو کې لوبېدلي دي.

یاد افغان لوبغاړي هم خوښ دي، چې د ویسټ انډيز په دې کورنیو سیالیو کې اخیستل شوي.

دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.

ظاهر خان چې د ٢٠١٩ کال په اى پي ايل سياليو کې اخيستل شوى و، خو نوموړى د خپلو ټپونو له امله بېرته هېواد ته راستون شو او هېڅ سيالي يې ترسره نه کړه.

همدا راز نور احمد ته بيا سږکال ډېرې هيلې وې چې په اى پي ايل کې به واخيستل شي، خو هېڅ لوبډلې وانه خيست.

څو ورځې وړاندې کريک انفو وېبپاڼې بيا يوه ليکنه خپره کړې وه، چې پکې د راتلونکو ١٠ کلونو ځلېدونکو ٢٠ لوبغاړو ليسټ يې جوړ کړى و، په دغه ليسټ کې د افغانستان نور احمد، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ او قېس احمد هم شامل و، چې د کريک انفو په وېنا، دا لوبغاړي به په راتلونکو لس کلونو کې ډېر وځلېږي.

د يادولو وړ ده چې د ويسټ انډيز تجارتي ليګ کارابين پريمئير ليګ د روان کال د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د ستمبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دغه سياليو کې ٦ لوبډلې ګډون لري چې ټولې به ٣٤ لوبې پکې ترسره شي.

دا سیالۍ د نورو تجارتي لوبو په څېر د افغان لوبغاړو په پرمختګ او هڅونې کې خورا مهم رول لري.

د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره به شي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې