افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

کندهار کې د بست پریمیر لیګ په نوم د کرکټ لوبې پېلیږي

کندهار والي حیات الله حیات نن  یک شنبه د ملي لوبډلې لوبغاړي منیراحمد کاکړ په ملتیا په کندهار کي د « بُست پریمیر لیګ» په نوم د جوړېدونکي ټورنمنټ مسؤلینو سره وکتل.

په لیدنه کي راغلو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبري وکړې او ترڅنګ یې کندهار والي څخه د «بُست پریمیر لیګ» په نوم جوړېدونکي ټورنمنټ کي د میوند اتلان لوبډلې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

کندهار والي حیات الله حیات د هغوی فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه په منني وویل، کرکیټ ملي لوبډلې د هېواد ملي بیرغ د نړۍ په کچه رپاند ساتلی او د ودي او پرمختګ لپاره یې لا ډېر کار او زیار ته اړتیا ده.

کندهار والي د سیمه ییزو ټورنمنټونو جوړول د ملي کرکیټ د ودي او پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، چي د بُست زون کرکیټ ته به په راتلونکي کي پام زیات سي او د لیدني په وروستیو کي د کندهار والي حیات الله حیات او د «بُسټ پریمیر لیګ» مسؤلینو ترمنځ د میوند اتلان لوبډلې د مالی ملاتړ قرارداد هم لاسلیک سو.

په دې ټورنمټ کې به د پنځو ولایتونو څخه لوبډلې برخه وال وي چې یو د بل په وړاندي به لوبې ترسره کړي.

یاد ټورنمټ د کندهار ولایت او د ملي لوبغاړي منیراحمد کاکړ په مالي کومک جوړيږي، چې پنځه لوبډلې به پکښې ولوبیږي.

د دې سیالیو اصلې موخه په بست زون کې د کرکټ لوبې ته وده ورکول دي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې