افغانستان کریکټ

څو ورځې وروسته د ۱۷ کلنو ځوانانو کمپ پیلیږي

افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د ۲۰۲۱م کال د نولس کلنو کم عمره ځوانانو د اسیا جام لپاره د چمتووالي په موخه د ۳۰ هغو لوبغاړو چې عمرونه یې ۱۶ یا ۱۷ کلونه وي؛ د څلور ورځني روزنیز کمپ سربېره، څلور یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.

دا خبر افغان کرکټ بورډ پر خپل رسمې فیسبوک پانې خپور کړ، چې په نږدې راتلونکي کې له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ به پیل کړي.
یاد کمپ او سیالۍ به د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره د داخلي روزونکو تر څارنې لاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې پکې به د افغان تنکيو لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او تکړښت هر اړخيز کار وشي.
د یادونې وړ ده چې په یادو ۳۰ لوبغاړو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې تېر کال یې د ۱۶ کلنو لوبغاړو په لوبو او کمپ کې ګډون درلود او په یادو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو.

د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو میاشتنې تمریناتي کمپ هم په بریالي سره پای ته ورسید.

پرون د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدلو منظوري ترلاسه کړه
افغانستان کرکټ بورډ د شنبې پر ورځ د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پر غاړه درلوده، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه، چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.

افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، چې له ډېرو هلو ځلو وروسته د کورونا ویروس له خپرېدلو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوي، د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې