افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

په جلال اباد کې د ننګرهار چمپن ټرافۍ په نوم ټورنمینټ پیل شوی

د ننګرهار په بهسودو لوبغالي کې د لس لوبډلو تر منځ شل اوریزه کرکټ ټورنمینټ په لاره اچول شوی په دغو سیالیو کې د ملي ، الف او نولس کلنو لوبډلو لوبغاړو سربیره ځوان لوبغاړي په مختلفو لوبډلو کې لوبیږي.  

د دغو سیالیو په لړ کې تیره ورځ ځوان توپ اچوونکي زین الله شینواري د پنځو لوبغاړو په سوځولو سره د زیورشاه کرکټ لوبډله تر بریا ورسوله او الکوزي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د ننګرهار چمپن ټرفۍ سیالیو مسؤل همایون عمر پر وینا چې له دې ټورنمینټ څخه یې موخه د ځوانو لوبغاړو لپاره د ملي لوبغاړو په شتون کې لوبې برابرول او د هغوی څخه تجربه تر لاسه کول ، نوموړی وایي  چې څو میاشتې ټول لوبغاړي کرنطین ول نو د دوی لپاره مو د لوبو کولو زمینه برابره کړه تر څو ښه وځلیږي او له همدې ځای څخه مخکې تګ وکړي.

همایون عمر افغان کرېکنفو ته په خبرو کې داسې وویل: ((ټورنمنټ مو پدې خاطر چې یو خو لاک ډاون راغی او له امله یې لوبغاړي د ډېر وخت لپاره په کورونو کې قرنطین شول او له کریکټ لرې پاتې شول سربیره پر دې چې بل لوري ته د ختیځ د کریکټ مسؤلینو بې تفاوتې او مسؤلیت نه ادا کول هغه څه دي چې پدې وروستیو کې یې د ختیځ کریکټ خوند بې خونده کړې وه نو دا چې بیرته په ختیځ کې کریکټ پیل شي او کریکټ ته د خلکو پام واړول شي نو دا ټورنمنټ مو پر لاره واچوه.))

د یادولو ده چې دغه سیالۍ همایون عمر په خپل شخصي مصرف په لاره اچولي دي د معلوماتو له مخې تر اوسه یادو سیالیو ته د لوبغاړو تشویق په موخه نه د زون مشر او نه کوم بل د کرکټ بورډ چارواکی لوبغالي ته راغلی دی.

ښاغلي عمر همدغه راز د ۲۰۱۸ م کال چې له نن څخه پوره دوه کاله وړاندې رامینځته شوی وه د دې ستر وحشي ناورین یادونه وکړه.

((تاسو ته بهتره معلومه ده چې دغه پیښه تر سره شوه نو له دې پیښې وروسته بیا ټورنمنټ پر لاره وانه چول شو. او د ننګرهار کریکټ بیخې صفر شوی وه نه کریکټ بورډ کوم ټورنمنټ پر لار واچوه او نه هم د مشرقي زون د کریکټ مسؤلینو (کریکټ بورډ مسؤلینو) کوم ټورنمنټ یا سیالۍ د ځوانانو لپاره برابرې نه کړې چې تر څو ځوانان خپلې وړتیاوې څرګندې کړې او خپل فارمنس وکړې خو دغه ټورنمنټ مونږ په خپل شخصي لګښت د ځوانانو لپاره پر لار واچوه او تر څو دوی خپلې وړتیاوې او ځانونه ثابت کړي.)) همایون عمر همدا شان زیاته کړه چې د نیټ کریکټ او د لوبغالي کریکټ خورا ستر توپیر لري، ځکه په ټورنامنټونو کې لوبغاړی سپورت کېږي او د همدې سپورټ له امله لوبغاړی تشویق کېږي.

د ویلو وړ ده چې په ۲۰۱۸ م کال کې د بیهسودو کریکټ لوبغالی د رمضان کپ کوربه وه چې د روژې پر دوهم ماښامې د بمې چاودنو ښکار شو. چې د وطنپاله او ځوان خدمتګار شخصیت انجینر هدایت الله زهیر ترڅنګ پکې کمکۍ کمکۍ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ور کړ. او له هغې ماښامې وروسته د ننګرهار کریکټ بې خونده شو.

د کرکټ تبصره کوونکو پر وینا ننګرهار د کرکټ کور دی خو شته مسؤلین او د زون مشر  د نه پاملرنې له کبله په دې وروستیو کې د کرکټ په ګور بدل شوی.

د هغوﺉ پر وینا د زون مشر صرف خپله چوکۍ ساتلې او د خدمت یې درک نه دی معلوم ورځ تر بلې د ختیځ کرکټ کمرنګه کیږي او د لوبغاړو مینه له کرکټ څخه کمیږي ځکه د زون او ولایت هر لیول لوبو لپاره په واسطو ، پیسو او ښایست باندې انتخابیږي. د ننګرهار ځینې لوبغاړي او د کرکټ مبصرین  له مسولینو څخه غوښتنه کړې چې د یاد زون مشر له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې یو وړ کس راولیږي.

خیرالله پرهر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې