دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې انګلستانۍ لوبډله په خپل کور کې له ګټې بي غمه کړه

د اوږد قرنطین وروسته انګلستان کرکټ ملي لوبډلې دا جورت وکړ چې دوه لوبډلې خپل کورته د سیالیو د بیا پیل لپاره راوغواړې چې نن یې په لومړی ټیسټ لوبه کې د ویسټ انډيز څخه په خپل کور کې ماته وخوړله.په یاده ټيسټ لوبه کې ټاس کوربه لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

انګلستان لوبډلې په لومړی پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۴ منډې ترلاسه کړي.په توپ وهنه کې د انګلستان لپاره بین سټوکز ترنورو زیاتې ۴۳ منډې جوړي کړي،د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې لوبډلمشر جیسن هولډر شپږ، او شنین ګابرایل بیا ۴ ویکټې ترلاسه کړي.

د ویسټ انډيز پیل په لومړی پاڼۍ کې ښه و دوی په ځوابي لوبه کې د بریټ وایټ د ۶۵، د شین ډوریچ، د ۶۱ منډو پر مټ په لومړي اننګز کې ۳۱۸ منډې ترلاسه کړي.دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا انګلستانۍ لوبډله د ویسټ انډیزي توپ اچونکو په ګډه ښکار شوه،دوی په دوهمه پاڼۍ کې ۳۱۳ منډې جوړي کړي،چې ویسټ انډیز ته یې پوره د ۲۰۰ منډو هدف په مخ کې کيښود، ویسټ انډيز لوبډلې ټاکل شوې هدف د شپږو لوبغاړو په نقصان پوره او ویشو کولای چې انګلستان کرکټ ملي لوبډله په لومړی ټیسټ لوبه کې د ګټې څخه بي غمه کړي.

په دوهم اننګز کې د ویسټ انډیز لپاره جیرمین بلک ووډ،

بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د خپلو ۹۵منډو پر مټ یې ویسټ انډیز لوبډله تر بریا ورسوله.یاده دې وي چې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جیسن هولډر ویلي و چې دوی د انګلستاني چټکو بالرانو لپاره ځانګړې پلان لري.د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د روانې میاشتې په ۱۶ نيټه ترسره شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې