دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پروفیشنل کرکټر بابر اغظم وپيژنئ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اغظم په اوسني وخت کې د نړۍ ټاپ ترینه کرکټر دی چې په ډېر لنډ وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا سره په ښه مقام کې ځای پیدا کړ، د نوموړي پوره نوم محمد بابر اغظم دی، په ۱۹۹۴ م کال کې د اکټوبر په ۱۵ نېټه د پاکستان په لاهور پنجاب کې وزیږید.

اوس مهال ۲۵ کاله او ۲۷۵ ورځي عمر لري،د بابر داخلې او کورنۍ سیالۍ،نوموړی د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ،بلوچستان، کینټرال پنجاب، فیصل اباد، راولپيندۍ،د ګینا اموزن واریرز، اسلام اباد، اسلام اباد یو نایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور بولز، پاکستان الف، پاکستان کرکټ بورډ بولز، پاکستان ۱۵ کلنو لپاره، پاکستان ۱۹ کلنو لپاره، پاکستان ۲۳ کلنو لپاره، پنجاب، رانګپور رایډرز،سمرسیټ، سټاټ بانک پاکستان، سیډني سیکسرز، او بانک لیمیټيډ لپاره لوبیدونکی لوبغاړی و.

بابر په ښي لاس توپ وهنه کوي او ترڅنګ یې د نړۍ بهترینه توپ وهونکی هم دی، په پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې یې پخواني لوبغاړي کامران اکمل، عمر اکمل، عدنان اکمل، نیږدي خپلوان دي، د بابراغظم د اخلې او نړیوالو سیالیو په اړه معلومات،

په ټيسټ فارمټ کې،۲۶ لوبې یې کړي ۱۸۵۰ ټولې منډې لري ۱۴۳ یې ترټولو لوړي منډې دي،پنځه سلیزې او ۱۳ نيمه سلیزې لري.پنځوس اوریزه لوبې یې ۷۴ سیالۍ یې ترسره کړي ۳۳۵۹ ټولې منډې لري، ۱۲۵ یې لوړي منډې دي او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی همدا شان ۱۱ سلیزې او ۱۵ نيمه سلیزې لري.په شل اوریزه سیالیو کې ۳۸ لوبې ترسره کړي دي ۱۴۷۱ ټولې منډې لري ۹۷ یې زیاتې منډې دي سلیزه نلري خو ۱۳ نیمه سلیزې بیا په دغه فارمټ کې ترلاسه کړي دي.د ټيسټ لوبو پيل یې په ۲۰۱۶ م کال کې وکړ،

د پنځوس اوریزه لوبو پیل یې په ۲۰۱۵ م کال کې وکړ،او د شل اوریزه لوبو پیل یې په ۲۰۱۶ م کال کې وکړ.د کرکټ نړیوالې شورا سره په ټيسټ لوبه کې پنځم، په پنځوس اوریزه لوبه کې دریم، او په شل اوریزه سیالیو کې بیا ۸۷۹ نمرو په درلودلو سره لومړی مقام له ځانه سره لري.بابر اغظم په اوسني وخت کې د نړۍ مخکښ او نوموتی کرکټر دی چې ګڼ شمير مینوال لري، هغه په شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو کې اوس لوبډلمشري هم په خپله غاړه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې