دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سوارف ګنګولي ويلي د آی سي سي رییس کیدل افتخاري دنده ده

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې نوموتي پخواني کرکټر او د بي سي سي آی مشر سوارف ګنګولي په تازه څرګندونو کې ویلي،،زه ځوان یم او د

Icc

مشرۍ لپاره اوس چمتونه یم، بله خبره داده چې د آی سي سي پوسټ اوس د پخوا غوندي نه دی، مخکې به یو رییس نورې دندې هم ترسره کولای خو اوس دا خبرې نشته، زه اوس لپاره د بي سي سي آی کميټې غړی یم،زه په دې پوسټ کې نورې دندې هم ترسره کولای شم خو که چیرته د آی سي سي مشر شم نو بیا نورې دندې نشته،او د آی سي سي مشري یوازی یو افتخاري دنده نور ډېره څه پکې نشته،زه نه پوهیږم چې دا به په دې مرحله کې څومره سم وي چې زه د خپلې دندې استعفا وکړم او آی سي سي مشر شم،خو زه لا ځوان یم زه په چټکۍ سره دغه پرېکړه نشم کولای زه باید لا اوږد انتظار وکړم،،

Icc

یا د کرکټ نړیواله شورا هغه اداره ده چې د نړۍ په سطحه یې هرې کړنې ته بیلابیل قوانین وضع کړي دي.څه موده وړاندې د یادې ادرې څخه هندي ششانک منوهر، په خپله خوښه استعفا اعلان کړه چې اوس یې سرپرست رییس پاکستانی عمران خواجه دی.یاده دې وي چې سوارف ګنګولي یو شمیر پخوانیو لوبغاړو د دې دندې لپاره غوره وګڼه، خو نن هندي توپ وهونکې رسماً وویل چې د آی سي سي ریاست لپاره هیڅ ډول بیړه نلري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې