افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د نوې ځلیدونکو لوبغاړو لپاره زیری

نږدې راتلونکي کې له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو کمپ پیلیږي
افغانستان کرکټ بورډ به ډېر ژر د ۲۰۲۱م کال د نولس کلنو کم عمره ځوانانو د اسیا جام لپاره د چمتووالي په موخه د ۳۰ هغو لوبغاړو چې عمرونه یې ۱۶ یا ۱۷ کلونه وي؛ د څلور ورځني روزنیز کمپ سربېره، څلور یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.


یاد کمپ او سیالۍ به د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره د داخلي روزونکو تر څارنې لاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې پکې به د افغان تنکيو لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او تکړښت هر اړخيز کار وشي.
د یادونې وړ ده چې په یادو ۳۰ لوبغاړو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې تېر کال یې د ۱۶ کلنو لوبغاړو په لوبو او کمپ کې ګډون درلود او په یادو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې