افغانستان کریکټ

۲۰۲۱ م کال او د افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبو مکمل مهالویش

افغان کرکټ ملي لوبډله چې په تیرو کلونو کې یې د آی سي سي څخه پرته په سیالۍ برابرولو کې ناکام لیدل کیږي لاهم د ورته ستونزې سره لاس او ګریوان دي.خو ۲۰۲۱ م کال به د نورو کلونو څخه ډېر په توپير کې وي، دا ځکه افغان کرکټ ملي لوبډله د دې کال په سر کې سیریزونه پیلوي او د کال ترپايه به دا سیریزونه دوامداره پاتې شي،افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په ۲۰۲۱ م کال کې د سیالیو پيل د جنورۍ په میاشت کې د ایرلینډ سره وکړي، دا به دوه اړخیزه سیریز وي چې درې به پکې شل اوریزه او درې به پکې بیا پنځوس اوریزه لوبې شاملي وي.

د دې سیریز څخه وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د فیبروۍ په میاشت کې زیمبابوې سره، دوه ټيسټ او درې شل اوریزه لوبې ترسره کړي،

همدا شان به افغان کرکټ ملي لوبډله په مارچ میاشت کې د هندوستان خلاف د سیالیو ډګر ته ښکته شي،دغه سیریز کې به افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په درې پنځوس اوریزه لوبو کې سره مخ شي،

افغان کرکټ ملي لوبډله به د لږ استراحت وروسته د جولای په میاشت کې د سریلانکا سره درې پنځواوریزه او درې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

او بیا به په سيپټمبر میاشت کې د خپل سرسخت سیال پاکستان پر وړاندې د درې پنځوس اوریزه لوبو لپاره لوبغالې ته ښکته شي،

په اکټوبر کې به افغانستان کرکټ ملي لوبډله یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف د درې شل اوریزه سیالیو لپاره میدان ته ښکته شي،په نومبر کې به بیا افغانستان د زیمبابوې پروړاندې دوه شل اوریزې، یو ټيسټ، او درې پنځوس اوریزه لوبې ترسره کړي.او د کال په وروستۍ میاشت ډیسمبر کې به درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالۍ بیا د نیدرلینډ پر وړاندې ترسره کړي.دا چې افغان کرکټ ملي لوبډله په رهبرۍ کې پوه او مشهوره غړي له ځان سره نلري نو لامل یې همدا دی چې په سیالیو برابرولو کې پاتې راغلي یو.یاده دې وي چې ۲۰۲۱ م کال به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او مینوالو لپاره خورا شانداره کال وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې