دلوبغاړو په اړهلیګونه

کوهلي ولې آی پي ایل کې نا بریالی لوبډلمشر دی؛ علت یې اکاش چوپړا بیانوې

د وېرات کوهلي په لوبډلمشرۍ (کیپتانۍ) کې د هند کریکټ ملي لوبډلې له تېرو څو کلونو راهیسې خورا ښه مخکې تګ کړی دی او هندۍ لوبډلې یې په کیپتانۍ کې خورا ښه فعالیت تر سره کړی دی. هندوستان کریکټ ملي لوبډلې د کوهلي په کیپتانۍ کې ۶۴.۶۴ سلنه بریاووې ترلاسه کړې دي. مګر په هند غوره لیګ کې کوهلي د رایل چلېنجرز لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لري چې کوهلي په آی پي ایل کې د یادې لوبډلې یو نا بریالی لوبډلمشر نومول شوی دی. 

آی پي ایل او د کوهلي لوبډلمشري:

دا چې کوهلي په هند غوره لیګ کې د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی. مګر د نوموړي په کیپتانۍ کې د بنګلور چلېنجرز لوبډلې ښیې بریاووې هم تر لاسه کړې دي او هم یې ښیې ماتې ترلاسه کړي دي. د هغه په کیپتانۍ کې د بنګلور چلېنجرز لوبډله خورا په خراب حالت کې ده او ډیری وختونه د هغه د کیپتانۍ په تړاو پوښتنې راپورته کېږي. 

د کوهلي کیپتانې او لوبې یې:

د بنګلور چلېنجرز لوبډلې د وېرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې تر دې دمه پورې په ټولیز ډول ۱۱۰ لوبې تر سره کړې دي. چې له دغو ۱۱۰ لوبو څخه یې ۵۵ لوبې بایللې دي او ۴۹ لوبې یې ګټلې دي. له بله پلوه کوهلي له کلونو راهیسې د ار سي بي (بنګلور چلېنجرز) لوبډله رهبري کوي چې د نوموړي په رهبریت کې د ار سي بي لوبډلې سختې ماتې خوړلې دي. خو د ویلو وړ ده چې دوی تر اوسه پورې په آی پي ایل کې د اتلولۍ جام نه دی ګټلی مګر درې ځلې پایلوبې ته وتلې دي. خو پایلوبې ته له لار موندنې سره سره بیا هم په پایلوبه یا فاینل لوبه کې ماتې خوړلې ده.

د کوهلي کیپتانې او د اکاش چوپړا څرګندونې:

په ورته وضعیت کې، د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني پیلیز توپ وهوونکي اکاش چوپړا د وېرات کوهلي د کیپتانۍ تر ټولو لویه نیمګړتیا او د ښه فارمنس نه تر سره کولو په تړاو خپلې څرګندونې کړې دي: دغه مشهوره تبصره کوونکي په یوټیوب چینل کې د خبرو پرمهال د یو مدافع پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال داسې وویل: ((کوهلي؛ چې په ملي ټیم (هندۍ لوبډله) کې دومره بریالی دی. خو په هند غوره لیګ (آی پي ایل) کې ډیری غلطۍ تر سره کوي د هغه تر ټولو لویه تیروتنه یا غلطې دا ده، چې سمه لوبډله نه غوره کوي یا یې نه ټاکې. اکاش همداسې خپلې تبصرې ته دوام ور کړ او ویې ویل، د ار سي بي یا د کوهلي په ټیم (لوبډله) کې تېز بالر نه لیدل کېږي. دوی داسې تېز بالر نه لري چې په خطرناک وخت کې کمو منډو څخه دفاع وکړي یوازې یو بالر دی چې دوی سره په سخت وخت کې مرسته کوي هغه یوزیندار چاهل دی. د دې تر څنګ د دوی منځنۍ یا مېډل ارډر برخه هم خورا ضعیفه ده، د دوی په لوبډله کې هېڅ داسې لوبغاړی نشته چې په پنځم نمبر او یا هم شپږم پوزیشن کې ښه توپ وهنه تر سره کړي. یوازې د دوی لومړنۍ ویکیټې پر ویکیټه باندې درېږي او د لوبډلې په ګټه منډي جوړوې.))

اکاش چوپړا وایي، چې ار سي بي لوبډله کوچنۍ غلطۍ نه اصلاح کوي او همدا لامل دی چې کوچنۍ غلطې دوی ته لویه ستونزه رامینځته کوي.

نوموړي وویل: ((کله چې هند غوره لیګ لپاره بولې (نیلامې) تر سره کېږي، نو د ار سي بي لوبډلې غړي هېڅ د ټیم مدیریت په تړاو ټېنګار نه کوي او نه هم کوچنې شیان په پام کې نیسې.))

اکاش چوپړا په وروستیو کې وویل، که کوهلي غواړي چې د ای پي ایل په تاریخ کې یو بریالی لوبډلمشر شي نو پورته تیروتنې دې اصلاح کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې