دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز سیمه ایز حکومت اعلان وکړچې د کرابین لیګ به په ټرینيډاډ او ټوباګو کې ترسره کیږي

د ویسټ انډیز سوداګریز لیګ چې څه موده وړاندې ورته کورني او نړیوال لوبغاړي واخیستل شو، نن یې د لوبیز ځاې په اړه هم وروستي معلومات له رسنیو سره شریک شو.د ویسټ انډيز کرکټ بورډ د سیمه ایز حکومت سره په مشوره د کرابین لیګ دې فصل لپاره ټرینيډاډ او ټوباګو هغه سيمې یادې کړي چې دا لیګ به ټول پکې ترسره کوي.

ټول ټیمونه، لوبغاړي، او چارواکي به په هوټل کې سره یو ځای وي،هر بهرنی لوبغاړی به د کرونا ټيسټ وروسته دوه اونۍ قرنطین کیږي،ټیمونه او نوره ډله به په کورنۍ ډول وویشل شي ترڅو لږه فاصله هم رامنځ ته شي،که چیرته په لوبغاړي کې د کرونا نښې دلوبې په جریان کې ولیدل شولي نو هغه به له لوبډلې ۱۴ ورځي لري کیږي،د ویسټ انډیز دا کورنۍ لیګ به د تړلو دروازو شاته ترسره کیږي،او هیڅ یو ننداره چې ته به په لوبغالې کې د دننه کیدو چانس ورنکړي،په یاد لیګ کې د راشد خان،

مارک سټونیس، راس ټیلر، او ایون مورګن پڅير مشهوره لوبغاړي ګډون وال دي.دغه لیګ د اګسټ په ۱۸ نېټه پيل او د سيپټمبر تر لسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې