دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د مینر لیګ لپاره انلاین نوملیکنه روانه ده تراوسه پکې یو افغان لوبغاړی اخیستل شوی

امریکا متحد ایالت غواړې چې په راتلونکي اګسټ میاشت کې یو سټنډر او معیاري لیګ نندارې ته وړاندې کړي چې ګڼ شمیر بهرني لوبغاړي به پکې ولیدل شي.دغه لیګ د مینر لیګ په نوم نومول شوې چې ۲۴ لوبډلې به پکې ګډون والي وي،دنوم لیکنې پروسه یې د دې اونۍ په پیل کې پرانیستل شوې،او د روانې جولای میاشتې تر ۳۱ پورې به دوام وکړي.تراوسه په دغه لیګ کې ۱۰۰۰ لوبغاړو په انلاین ډول ثبتنام کړي،د امریکا متحد ایالت خبر ورکوي چې یاد لیګ به د اګسټ میاشتې په ۲۲ نيټه په رسمي ډول پیل شي،

په هره لوبډله کې به درې نړیوال لوبغاړي، درې کورني لوبغاړي، او درې به بیا ۲۱کلن لوبغاړي وي،دغه سیالۍ به شل اوریزه وي، ۷ اونۍ به دوام وکړي، او ۱۵۵ لوبې به پکې ترسره شي، لومړی لوبغاړي نوملیکنه کوي، له هغه وروسته بیا بولۍ ته وړاندې کيږي او په وروستۍ مرحله کې بیا د وړتیا په اساس د پیسو تعین ورته ټاکل کیږي.

د امریکا متحد ایالت خبر خپور کړی چې تر اوسه پورې ورسره یوازینی افغان لوبغاړی ذکي سلطاني ګډون وال لوبغاړی دی.یاده دې وي چې دا د نړۍ د بهترینه لوبغاړو لپاره غوره چانس دی چې انلاین ثبت نام پکې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې