نړیوال کریکټ

د راهول جوهري له بي سي سي ادارې څخه استعفا اعلان کړه

د هندوستان د کریکټ بورډ عمومي اجرایوي رئیس راهول جوهري له بي سي سي آی یا د هند کریکټ کنټرول ادارې څخه استعفا اعلان کړه. نوموړي څه موده وړاندې استعفا لیک استولی وه خو د نوموړي استعفا لیک نه وه منل شوی چې له ډېر ځنډ وروسته د پنجشنبې په ورځ یې استعفا ومنل شوه.

د تر دې دمه پورې د بي سي سي آی ادارې د جوهري د استعفا په تړاو څه نه دي ویلي. خو د بي سي سي ای ادارې یو لوړ پوړي چارواکي پي ټي ای ته ویلي دي چې د جوهري استعفا منل شوي ده.

جوهري د دسمبر پر ۲۷ مه نیټه استعفا لیک استولی وه. خو تر دې دمه پورې دا څرګنده نه ده چې ولې بي سي سي ای ادارې یو دم د نوموړي استعفا تائید کړه.

جوهري په ۲۰۱۶ م کال کې له بي سي سي ای ادارې سره یو ځای شو او تر ۲۰۲۲ م کال پورې یې تړون لاسلېک کړی وه. خو مګر نوموړي له خپل وخت وړاندې یو ناڅاپي استعفا اعلان کړه.

نوموړي وروسته له هغې استعفا اعلان کړه چې سوراف ګنګولي د هند کریکټ کنټرول ادارې رئیس وټاکل شو.

د بي سي سي ای یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط داسې وویل: ((د جوهري استعفا منل شوې ده. هغه ته د اپرېل تر ۳۰ مې نیټې پورې وخت ور کړل شوی وه. خو دا ځل ومنل شوه.))

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې