دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د بين سټوکس نوی ریکاډ!

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي بین سټوکس په ټیسټ لوبو کې ځان یو نوي ریکاډ ته ورسوي.

لوبډلمشر بين سټوکس دويم الراونډر لوبغاړى شو چې په کم وخت کې يې ٤٠٠٠ منډې او ١٥٠ ويکټې واخيستې.

نوموړي دا کارنامه د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ترلاسه کړه، هغه چې په دريمه ورځ الزاري جوسيپ اوټ کړ، نو يې د هغه الراونډرانو په ليسټ کې ځان شامل کړ، چې ٤٠٠٠ منډې او ١٥٠ ويکټې يې ترلاسه کړې دي، همدا راز نوموړى دويم الراونډر شو چې په لږ وخت کې يې دا کارنامه ترسره کړه.

٢٩ کلن بين سټوکس دا کارنامه په ٦٤ ټېسټ لوبو کې ترسره کړه، تر هغه مخکې د ويسټ انډيز نوموتى الراونډر ګېري سوبرز دى، چې هغه په ٦٣ لوبو کې دا کارنامه ترسره کړې ده.

له سوبرز او بين سټوکس وروسته د سويلي افريقا پخوانى لوبغاړى ژاک کيلسپه دریم ، د هند کپيل ديو په څلورم او د نيوزيلېنډ لوبډلې پخوانى لوبډلمشر ډينيل ويټوري په شپږم ځای کې دي، دا هغه الراونډران دي چې په کمو لوبو کې يې دا کارنامه ترسره کړې ده.

د ويسټ انډيز پر وړاندې په روانه ټېسټ لوبې د انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې بين سټوکس ٤٣ منډې وکړې، چې د انګلستان ټوله لوبډله په ٢٠٤ منډو وسوځېده.

همدا راز ويسټ انډيز يې په ځواب کې ٣١٨ منډې وکړې او د ١١٠ منډو مخکېوالى يې ترلاسه کړ. په دريمه ورځ انګلستان د خپلې دويمې پاڼۍ توپوهنه هم پيل کړه، خو يوازې ١٥ منډې يې وکړې او د دريمې ورځې لوبه پاى ته ورسېده.

نن د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده، انګلستان تر دې مهاله پورې ۷۹ منډې کړې دي او یوه ويکټ يې له لاسه ورکړي ده، همدا راز انګلستان ته ۳۵ منډې نورې پکار دي، تر څو د ويسټ منډې پوره کړي او له هغه وروسته به د ويسټ انډيز لوبډلې ته هدف ورکوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې