دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې خپله ۲۱ کسیزه لوبډله د انګلیستان خلاف اعلان کړه

د ایرلنډ کریکټ بورډ د جمعې په ورځ د انګلیستان پر وړاندې د درې يو ورځینو سیالیو لپاره خپله ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه. دغه سیالۍ به په جولای میاشت کې پیل شي. 

له دغې ۲۱ کسیزې لوبډلې څخه به یوازې ۱۴ کسیزه لوبډله د انګلیستان خلاف غوره شي.

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډله چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام اتله لوبډله ده. دا مهال له وېسټ انډېزۍ لوبډلې سره پر ټېسټ سیالیو بوخته ده. او له وېسټ انډېز سره د ټېسټ سیالیو پایته رسېدو وروسته به د جولای میاشتې پر ۳۰ مه نیټه خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړې. 

دوهمه سیالۍ به د اګسټ میاشتې پر لومړۍ نیټه ترسره کړي او دریمه یو ورځنۍ سیالۍ به د اګسټ میاشتې پر ۳ مه نیټه تر سره کړې.

د انګلیستان ۲۱ کسیزه لوبډله:

انډریو بلبیرني (لوبډلمشر) ، پاول سټرلېنګ (مرستیال لوبډلمشر) ، مارک اډېر ، کورټېس کمپر ، پېټر چېس ، ګېرت ډیلې ، جورج ډاکرېل ، جوناتن ګارټ ، ټاېرون کېن ، جوش لټل ، انډرېو مکبرن ، بیري مک کارتي ، جېمز مککولم ، کیون اوبرائن  ، ولیم پورټرفیلډ ، بایډ رینکېن ، سیمی سېنګ ، هنري ټېکټر ، لورکان ټکر ، ګاري ولسن ، کرېګ جوان.

د ویلو وړ ده چې دغه درې یو ورځنۍ لوبې د بندو دروازو ترشا تر سره کېږي. خو په پام کې ده چې دا لوبې به د سکای سپورټس ټلوېزون له لوري په ژوندۍ بڼه خپره شي.

هېره دې نه وې چې انګلیستانۍ لوبډله په روانه جولاي میاشت کې له پاکستان سره هم درې ټېسټ او درې شل اوریزې سیالۍ لري چې د دغو دواړو لوبو لړیو لپاره به دوه جلا ـ جلا لوبډلې اعلان شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې