افغانستان کریکټ

افغان کرکټ بورډ د ټولو کورنیو سیالیو د ترسره کېدو اجازه ترلاسه کړه !

افغانستان کرکټ بورډ له ډېرو هلو ځلو وروسته نن د کورونا ویروس له خپرېدو د مخنيوي له بېړنۍ ملي کمېټې چې مشري یې د جلالتمآب ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی سرور دانش پر غاړه لري؛ د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ هم پیل شي.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان کرکت بورډ په استازیتوب پکې اجراییه ریيس ښاغلي لطف الله ستانکزي ګډون درلود، وویل:

 ( داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، ترڅو لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.)

د ښاغلي ستانګزي په وینا:

کرکټ لوبه په ازاده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه زموږ ټول فعالیتونه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي نو اړینه ده، ترڅو په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي او په دغه برخه کې د روغتیا وزارت او اړوند بنسټونو ډېره مننه چې تر اوسه یې له افغانستان کرکټ بورډ سره بشپړه همکاري کړې ده.

افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د تاییدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیک او طرحه لومړی د هېواد د روغتیا وزارت او له هغه وروسته د کورونا ناروغي له خپرېدو د مخنیوي ملي کمېټې ته سپارلي وو چې نن د ډېرو هلو ځلو په پایله کې د جلالتماب ولسمشر د دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش چې د یادې کمېټې مشري پر غاړه لري، منظوري ورکړل شوه.

باید وویل شي، کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.

د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د لومړی درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې