افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

کریم صادق اوس هم د افغانانو په زړونو کې ځای لري

کریم صادق چې څو ورځې وړاندې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ؛ اوس یې دغه کړنه د ولس له تود غبرګون سره مخ شوې ده.

کریم صادق د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړې لوبغاړو وو چې، له ۲۰۰۲ م راهیسې د لوبډلې پېلوونکی توپوهونکی و.

کریم صادق پر خپل رسمې فیسبوک پاڼې له ټولو مینوالو او افغانانو څخه مننه وکړه چې هغه یې پر ټولنیزو رسنیو وستایه او هغه ته یې مینه ورکړه .

د کریم صادق په وینا:

( د خپلو ګرانو او خوږو افغانانو دغه مینه چی د سوشل میډیا له لاری یی ماته راکړه ټول عمر به هم هیره نه کړم همدی سلسله کی نن د جلال اباد د هډی ځوانانو ټولنی زما د ناچیزه خذمت چی د هیواد د کرکټ لپاره مو تر سره کړی وو ماته د اعزاز لونګی را په سره کړه نهایت زیات ورنه مشکور یم )

د کریم صادق له اسعتفا وروسته افغانانو دې وستایه او دي یې د افغانستان لپاره یو اتل یاد کړ.

افغان مینوال وایي هر کرکټ لوبغاړی باید د کریم صادق تګلاره غوره کړي او خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

دوی وایي کریم صادق په دې کار سره ولس خوښ کړ او یو ځای ځوان لوبغاړي ته پریښود، چې راتلونکي کې یو ځوان لوبغاړې ولوبیږي او د افغانستان لپاره لوبې وکړي.

د کرکټ مینوال له نورو پخوانیو لوبغاړو هم غواړي چې خپل ځایونه د لوبو په ډګر کې ځوانانو ته پرېږدي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

کریم صادق ۳۶ کاله عمر لري د افغانستان لپاره یې ۲۵ یو ورځنۍ او ۳۵ شل اوریزې لوبې کړي دي.

په یو ورځنیو لوبوکې یې ۴۷۹ منډې او شل اوریزو لوبوکې یې ۵۵۱ منډې کړي دي.

د دې سربېره د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ کې له مختلفو لوبډلو سره لوبېدلی دی.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې