افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

نورعلي ځدراڼ ۳۲ مه کلیزه!

نورعلي ځدران د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښې لاستي پیلز لوبغاړې دي، چې په ۱۹۸۸م کال د جولای میاشتې په ۱۰ مه نیټه د افغانستان په خوست ولایت کې زېږیدلی.

نورعلي په ۲۰۰۹م کال کې د افغان ملي لوبډلې سره یوځای سو.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمې فیسبوک پاڼي نورعلي ځدران د ۳۲ کلیزي مبارکې ورکړي، او د هغه ترڅنګ یې لیکلې، ځدراڼ لومړنی افغان توپوهونکی دی چې د ۲۰۱۰م کال د شل اوريزو سياليو په نړيوال جام کې يې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې پنځوسيزه جوړه کړې وه.

په ۲۰۱۰م کال کې افغانستان د هندوستان په وړاندي ولوبیده چې په هم هغه لوبه کې هندوستان افغانستان په ۷ ویکټو ماته وکړه.

په یاده لوبه کې لومړی افغانستان ملي لوبډلې توپ وهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو شلو اورنو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره هند لوبډلې ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکې، د هند په وړاندي یوازي نورعلي ځدران وتوانید، چې تر نورو ډیري ۵۰ منډي ترسره کړي.

د هند لوبډلې هغه هدف د لوبې په ۱۴،۵ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره او افغانستان ته د اوو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

نورعلي ځدران تر اوسه پوري ۵۰ یو ورځنۍ او ۱۹ یې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي ‌دي.

نورعلي په ۵۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۱۶ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۱۱۴ دي، همدارنګه یې په یو ورځنیو لوبو کې یوه سلیزه او ۷ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي، هغه د دې ترڅنګ په ۵۰ یو ورځنیو لوبو ۱۳۲ څلوریزي او ۴ یې بیا شپږيزي وهلي دي.

او په ۱۹ شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴۹۴ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې ښه توپ وهنه د ۶۳ منډو ده، یاد لوبغاړي په شل اوریزه لوبو کې کومه سلیزه نده وهلي خو په دې فارمټ کې له ځان سره ۳ پنځوسیزي لري، او همدارنګه یې په ۱۹ شل اوریزه لوبو کې ۴۳ څلوریزي او ۶ یې بیا شيږیزي وهلي دي.

ځدران خپله لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د سکاټلینډ په وړاندي ترسره کړه او لومړۍ شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۱۰م کال کې د کاناډا په وړاندي ترسره کړه.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې