نړیوال کریکټ

د کرکټ اسیا جام ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شوه!

د ۲۰۲۰م کال د کرکټ اسیا جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو.

د کرکټ اسیايې شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د ۲۰۲۰م  د کرکټ اسیايې جام راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته په رسمي ډول وځنډول شو.

دې شورا په یادې اعلاميې کې ویلې، چې د اسیا جام ۱۵م پړاو به د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.

دا شورا وايي، چې د کرکټ اسیا جام ۱۶م پړاو بیا په ۲۰۲۲م کې د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه اسیا جام سږ کال په سپټمبر میاشت کې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا ویروس له امله په رسمي ډول راتلونکي کال ته وځنډېد.

د دې ترڅنګ ممکن نن د جمعې ورځ د کرکټ نړیوال جام هم په رسمي ډول یا هم وځنډېږي او یا هم لغوع اعلان شي.

د کرکټ نړیوال جام او اسیا جام نه ترسره کېدل د هند آی پي ایل سیالیو ته لاره هواري، تر څو دا لیګ ترسره شي.

د اسیا کپ سږ کال پنځلسم پړاو و، چې لغوه شو.

له ۱۹۸۴م څخه تر اوسه ۱۴ ځلې اسیا جام ترسره شوی، چې ۷ ځلې هندوستان، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې یې بیا پاکستان اتلولۍ ګټلي دي.

اسیا کپ کې هندوستان، پاکستان، افغانستان، بنګله دیش او سریلانکا لوبډلي شاملې دي.

تیر اسیا کپ د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل نوم کړي وو.

لیکنه محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې