دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

افریقایي اصله کورټیس کمپر اېرلینډۍ لوبډلې په ۲۱ کسیزه سکواډ کې شامل کړ

جوناتن ګارت او کورټیس کمپر هغه نوې څهرې دي چې د سټوراټ ټامسن، او شین ګیت کاتي، پر ځا ایرلینډ ملي لوبډلې ته راستانه شوې دي.دغه لوبډله به د جولای په ۱۸ نېټه ساوت امپټون ته سفر وکړي، چې هلته به د انګلینډ لاینز لوبډلې سره یوه لوبه وکړي،

له هغه وروسته به درې پنځوس اوریزه لوبې د روانې میاشتې په ۳۰، دوهمه لوبه د اګسټ په ۱او وروستۍ سیالۍ به بیا د اګسټ په څلورمه نېټه په ترتیب سره ترسره کړي.د دې سیالیو لپاره ایرلینډ لوبډلې خپله لوبډله اعلان کړه چې پکې افریقایي کورټیس کمپر هم ګډون وال دی کمپر په جنوبي افریقا کې زیږدلی دی او اوس د لومړي ځل لپاره په ایرلینډۍ لوبډله کې واخیستل شو.د کمپر په ګډون د ایرلینډ لپاره، مارک ادیر، انډیو بال بيرني، لوبډلمشر، پيټر چیس، ګیرت ډیلاني، جورج ډوکریل،جونیتن ګارت،ټایرون کین، جوش لیټل، انډریو مک برائن،بیري مک کارټي، جیمز مککولم، کیون اوبراین، ویلم پورټر فیلډ، بویډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هاري ټیکټور، لورکان ټکر، ګیاري ویلسن، او ګریک ینګ شامل لوبغاړي دي، یاده دې وي چې دغه درې سیالۍ به د انګلینډ لاینز کلب سره ایرلینډ لوبډله ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې