لیګونهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډ په ښکاره ډول له دې انکار وکړ چې د دیارلسم پړاو د ترسره کیدو غوښتنه یې له هند څخه نه ده کړې

تیر ورځ ټایمز اف انډیا ویبپاڼي یو خبر خپور کړ چې نیوزیلینډ د انډین پريمیر لیګ د ترسره کیدو کوربتوب په خپله غاړه اخلې ددې لیګ لپاره لومړی متحد عربي امارتو د کوربتوب غوښتنه وکړه له هغې وروسته بیاد سریلانکا کرکټ بورډ رییس شمامي سیلوا د دې لیګ د کوربتوب غوښتنه وکړه او بیاتیره ورځ خبر خپور شوچې نیوزیلينډ کرکټ بورډ هم غواړې چې د هندوستان سوداګریز لیګ دې په نیوزیلینډ کې ترسره کړي، خو نن په رسمي ډول د نیوزیلینډ د کرکټ بورډ ویاند ریچارډ بوک،

ویلي د هندي لیګ لپاره هیڅ ډول چمتوالی نلري، اونه یې په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی چې دا لیګ دي په نیوزیلینډ کې ترسره شي،، یاده دې وي چې پرون ورځ هندي کرکټ بورډ خبر ورکړ چې دا ځل به دیارلسم پړاو دننه په ممبي کې او یاهم په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې