افغانستان کریکټ

ملي لوبغاړو له رسنیو سره د خبرو اترو په تړاو ورکشاپ کې ګډون وکړ!

ملي اتلانو د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې له لوري د پیل شوي رسنیز پوهاوي پروګرام په دویم پړاو کې ګډون وکړ.

په دغه ورکشاپ کې ملي اتلانو ته له بهرنیو او ملي رسنیو سره د خبرو، له ټلویزیونونو او مطبوعاتو سره د خبرو اترو او ټولنیزو رسنیو د کارونې د څرنګوالي، محدودیتونو او اهمیت په تړاو هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د کرکټ ملي لوبغاړو نن د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې له لوري په چمتو شوي ورکشاپ کې برخه واخیسته.
دغه ورکشاپ د کورونا ضد سپارښتنو او واټن مراعتولو په موخه په دوه پړاونو کې ترسره سو چې لومړی پړاو یې تیره پنج شنبه او دویم پړاو یې نن پنج شنبه ترسره شو.

د افغانستان کرکیټ ملې لوبډلې څو اونې وړاندي یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړي وو، چي لوبغاړو په بیلابیلو برخو کې تمرینونه ترسره کړل.

دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکیټ لوبغالي کي پيل شو، چي پکښي ۲۴ تنو لوبغاړو ګډون کړي وو.

په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۴ افغان لوبغاړي شامل وه:

« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، نجیب الله ترکې، افتاب عالم، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.»

افغان کرکیټ بورډ ویلي، چي یاد تمریناتي کمپ د کرکیټ نړیوالي شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامي روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کرونا په وړاندي د ټولو لارښوونو او روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره ترسره شو.

یادو لوبغاړو په خپل منځو کې څو تمریناتی شل اوریزه لوبې هم په کابل کرکټ لوبغالې کې ترسره کړي.

افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وايي، په یاد روزنیز کمپ کي د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهني او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار وشو.

د یادونې وړ ده چې یاد پروګرام په دوه پړاونو کې ترتیب شوی و چې لومړی پړاو یې تېره پنجشنبه او دویم یې نن ترسره شو.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې