نړیوال کریکټ

د IPL په یوه پړاو کې هغه ویکټ ساتونکي چې ډیري خطاوي یې کړي دي!

د هندستان په کورنیو سوداګریزو لوبو کې دري داسې لوبغاړي درپېژنو، چې د ویکټ ساتنې په برخه کې یې په یوه پړوا (سیزن) کې په IPL کې ډيري خطاوي ترسره کړي وي.

ریشب پنټ، کومارا سنګکارا او کویټن ډيکاک هغه دري تنه لوبغاړي دي، چې د آی پې ایل په یو سیزن کې یې د ویکټ ساتنې په برخه کې ډیري غلطیانې ترسره کړي دي.

کومارا سنګکارا د سریلانکا هیواد پخوانې پیاوړې توپ وهونکې ویکټ ساتونکې دي، همدارنګه کویټن ډیکاک د سویلې افریقا پیاوړې تیز توپ وهونکې او ویکټ ساتونکې دي او ریشب پنټ بیا د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې تیز او پیاوړې توپ وهونکې ویکټ ساتونکې دي.

په دې جدول کې ریشب پنټ د IPL سیالیو په یوه سیزن (پړاو) کې د ډيرو خطاوو په سر کې دي، یاد لوبغاړي په ۲۰۱۹م کال کې ۲۴ ځله د ویکټ ساتنې په برخه کې غلط یانې ترسره کړي دي.

ریشب پنټ په ۲۰۱۹م کال آی پې ایل سیالیو کې د ډهلی کپټلز لوبډلې سره مل او هغه په ۲۰۲۰م کال آی پې ایل سیالیو کې هم د همدې لوبډلې لخوا پیرل شوي دي.

پنټ په ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د آی پې ایل سیالیو برخوال وو.

هغه په دې څلورو کلونو کې تر دې دمه ۵۴ سیالۍ ترسره کړي دي، چې په دې ۵۴ لوبو کې یې ۱۷۶۳ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۱۲۸ دي. همدارنګه یې په IPL سیالیو کې یوه سلیزه او ۱۱ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

په دوهم ځای کې بیا د سریلانکا هیواد پخوانې کپتان لوبغاړې کومارا سنګکارا راغلې چې د ۲۰۱۱م کال آی پې ایل سیالیو په لړ کې یې ۱۹ ځله خطاګانې ترسره کړي وي.

کومارا سنګکارا د خپل کرکټ په کریر کې ۷۱ د آی پې ایل لوبې ترسره کړي، چې په دې ۷۱ لوبو کې یې ۱۶۸۷ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د ۹۴ منډو ده، هغه د دې تر څنګ په ۷۱ سیالیو کې ۱۰ پنځوسیزي وهلي دي، خو کومه سلیزه له ځان سره نه لري.

او په دریم ځای کې د سویلې افریقا اوسنې لوبډلمشر او پیاوړې تیز توپ وهونکې کویټن ډیکاک راغلې چې ده په ۲۰۱۹م کال کې ۱۹ ځله د ویکټ ساتنې په برخه کې خطاوي ترسره کړي دي.

ډیکاک  بیا شپږ کلونه په IPL سیالیو کې لوبیدلې دي، په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷، همدارنګه په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې یې لوبې ترسره کړي دي.

یاد لوبغاړې په دې شپږو کلونو کې تر دې دمه ۵۰ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې پنځوسو لوبو کې یې ۱۴۵۶ منډي کړي، په یوه سالې کې يې ښه توپ وهنه د ۱۰۸ منډو ده، د دې ترڅنګ کویټن ډيکاک په آی پې ایل شل اوریزه سیالیو کې ۴ پنځوسیزي وهلي دي، خو تر دې دمه یې کومه سلیزه نده ترسره کړي.

ډیکاک له تیرو دوو کلونو راهیسې د ممبی اڼدینز لوبډلې لپاره لوبیږي.

درنو لوستونکو تاسو دري تنه داسی لوبغاړي مو وپیژندل چې په آی پې ایل سیالیو کې یې تر نورو ویکټ ساتونکو ډیري خطاوي ترسره کړي وي.

 هیله ده معلومات مو د خوښي وړ ګرځیدلې وي، دنورو جالبو معلومات لپاره له افغان کرک انفو سره اوسئ.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې