دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سارف ګنګولي یو خبر د اسیا جام نقشه بدله کړه

په پام کې وه چې اسیا جام د راتلونکي سيپټمبر په میاشت کې د پاکستان په کوربتوب په متحد عربي اماراتو او یا هم په سریلانکا کې ترسره شوی وی خو د کرونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ و،پرون د هندوستان پخواني لوبغاړي او د

BCCI

مشر سارف ګنګولي په یوه ویډویي مرکه کې ویلي و چې سږکال د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام لغوه اعلان شو او هیڅ به نه ترسره کیږي.د دې خبرو وروسته نن رسماً د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني هم خبر ورکړ چې راتلونکی اسیا جام به وځنډول شي او

(ACC)

شورا په پلان کې لري چې دغه جام ۲۰۲۱ م کال کې ترسره کړي.ماني دا هم وویل،، چې کرکټ د سیاست ښکار نه دی او هغه اوزې غلطې دي چې ګوندي هند کرکټ بورډ د خپل دیارلسم فصل آی پي ایل لپاره دغه جام لغوه اعلان کړ، سږکال د دې جام ترسره کول یو څه خطرناکي پیلي لري مونږ د سریلانکا سره دغه جام بدل کړ خو لیکن په اوسني وخت کې ترسره کول ډېر سخت تمامیدلی شي،مونږ یوازي د لوبغاړو خوندیتوب غواړو د دې ترشا کومه سیاسي انګیزه نشته،مونږ دغه پرېکړه

(ACC)

شورا ته ورکړه او هغوۍ دا تصمیم ونیوه چې سږکال د اسیا جام ترسره کول امکان نلري، دلته کوم سیاست او ویره شتون نلري،،تمه وه چې دا ځل به شل اوریزه اسیا جام د پاکستان په کوربتوب ترسره شي لیکن د سارف ګنګولي یو خبر ټوله اسیایي شورا ولړزوله او سمدلاسه یې د اسیا جام د ځنډيدو اعلان وکړ.یاده دې وي چې د اسیایي هيوادونو د شورا مشري د بنګله دیش د یو مهم غړي په لاس کې ده او کوربتوب یې د پاکستان په غاړه و خو دوی ټولو د سارف ګنګولي ځواب ته تسلمي ورکړه او راتلونکی اسیا جام یې لغوه اعلان کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې