افغانستان کریکټ

مخکښ افغان توپ وهوونکی محمد شهزاد وپیژنئ!

شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې تیز توپ وهونکې او ویکټ ساتونکې دي، چې په ۱۹۸۷م کال د جنوري په ۱۰مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زیږېدلی.

محمد شهزاد محمدي د افغانستان په کرکټ کښي پېژندل سوی او پیاوړی لوبغاړی دی.

نوموړی د افغان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د پیل د توپ وهنې سره د ویکیټ ساتني دنده هم په غاړه لري، چي په خپل ښه توپ وهني سره یې افغانستان ته ډیری بریاوي ور په برخه کړي

شهزاد په ۲۰۰۹ کال کښي د نړیوال کرکټ ټورنمینټ د پيل پر مهال د افغان لوبډلي برخه نه وو خو ۲۰۰۹ کال کرکټ نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د لوبډلي برخه وګرځېډ او په همدغه ټورنمینټ کښي د نوموړي په ښې کارکردګۍ افغان لوبډلي د یو ورځنیو نړیوالو لوبو حق خپل کړ او له هغه وخت څخه تر اوسه نوموړی په دریو واړو فارمټونو کښي د افغانستان لپاره لوبېدلئ.

شهزاد محمدي د افغانستان لپاره تر دې دمه ۲ ټیسټ،۸۴ یو ورځنۍ، ۱۲۲ شل اوریزه، همدارنګه یې ۱۱۵ لیسټ اې لوبې او ۲۲ یې بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي.

یو ورځنۍ لوبي یې:

شهزاد محمدي په ۸۴ یو ورځنیو لوبو کې ۲۷۲۷ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډير ډیري منډي ۱۳۱ دي. همدارنګه یې په یو ورځنیو لوبو کې ۶ سلیزي او ۱۴ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي. د دې ترڅنګ یې په ۸۴ لوبو کې ۳۲۳ څلوریزي او ۵۵ یې بیا شپږزي وهلي دي.شهزاد محمدي د یو ورځنیو لوبو په دې فامټ کې د ویکټ ساتنې په برخه کې بیا ۶۴ کیچونه او ۲۶ یې بیا سټمپونه کړي دي.

شهزاد خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نیدرلنډ ته د افغان لوبډلي د لوبیز سفر پر مهال ترسره کړه دا د ۲۰۰۹ کال د اګسټ ۳۰مه نېټه وه.

د سریز په دوهمه لوبه کښي هغه سلیزه ترسره کړه او په دې سره لومړی افغان لوبغاړی سو چي په یو ورځنیو لوبو کښي سلیزه جوړوي.

شل اوریزه لوبې يې:

شهزاد محمدي په ۱۲۲ شل اوریزه لوبو کې ۳۵۵۱ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې تر ټولو ډیري منډي ۱۱۸ دي، همدارنګه یاد لوبغاړې په شل اوریزه لوبو کې یوه سلیزه او ۲۳ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي، د دې ترڅنګ یې په شل اوریزه لوبو کې ۳۷۹ څلوریزي او ۱۴۹ یې شپږیزي وهلي دي. شهزاد د ویکټ ساتنې په برخه کې ۶۰ کیچونه او ۵۱ یې بیا سټمپونه کړي دي.

د ۲۰۱۰ کال په فبروري میاشت کښي محمدشهزاد د ایرلینډ خلاف خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه .

په همدغه ۲۰۱۰ کال کي د ای سي سي ۲۰ اوریزه نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي شهزاد درې نیمه سلیزي ترسره کړې چي افغانستان وروسته د ۲۰۱۲ نړیوال شل اوریزه جام ته لار وموندل او شهزاد هلته د هند او جنوبي افریقا خلاف هم ولوبېد.

هغه په یوه شل اوریزه لوبه کښي د ویکیټ ساتني پر مهال د ډیرو (۵) لوبغاړو د سوځولو ریکارډ ثبت کړی.

د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر ۸مه هغه د اسوشیټ غړو هیوادونو څخه لومړی لوبغاړی سو چي په شل اوریزو لوبو کښي یې ۱۰ ځله له ۵۰ څخه زیاتي منډي جوړي کړي.

 د ۲۰۱۶ کال په پای کښي شهزاد د ای سي سي له لوري د افیلیټ او اسوشیټ هیوادونو څخه د کال غوره لوبغاړی ونومول سو.

د ۲۰۱۷ کال د جنوري میاشتي پر ۲۰ مه نېټه شهزاد لومړی سو چي په یوه ورځ دوو لوبو کښي ۲ نیمه سلیزي ترسره کوی چي یوه یې د عمان او بله یې د ایرلینډ خلاف وه.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې توپ وهونکې شهزاد محمدي
افغان کرک انفو

ټیسټ لوبې یې:

شهزاد محمدي دوي ټیسټ لوبې ترسره کړي دي، چې په دي دوو ټیسټ لوبو کې یې ۶۹ منډي کړي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډيري منډي ۴۰ دي. همدارنګه یې په ټیسټ لوبو کې تر اوسه پوري کومه سلیزه او یا هم کومه پنځوسیزه نده وهلي، شهزاد محمدي د دې ترڅنګ په یاد فارمټ کې یوه شپږیزه او ۱۲ یې بیا څلوريزي وهلي دي.

د ټسیټ لوبو د ویکټ ساتنې په برخه کې یې ۶۴ کیچونه او ۲۵ یې بیا سټمپونه ترسره کړي دي.

لیسټ اې لوبې یې:

شهزدا محمدي په کور دننه په ۱۱۵ لیسټ اې لوبو کې برخه اخیستې ده، چې په دې ۱۱۵ لوبو کې یې ۳۹۸۱ منډي ترسره کړي، د لیسټ اې لوبو په يوه لوبه کې یې تر ټولو ډیري منډي ۱۴۳ دي، همدارنګه یې په دې سیالیو کې ۹ سلیزي او ۲۱ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي. د دې تر څنګ شهزاد محمدي په لیسټ اې لوبو کې ۴۵۹ څلوریزي او ۹۷ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

او فرسټ کلاس لوبې یې:

شهزاد ۲۲ فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۲ سیالیو کې يې۱۶۵۱ منډي ترسره کړي دي، چې په یوه لوبه کې ښه توپ وهنه د ۲۱۴ منډو ده، شهزاد محمدي په فرسټ کلاس لوبو کې ۴ سلیزي او ۹ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي، همدارنګه یې ۲۰۵ څلوریزي او ۱۹ شپږیزي وهلي، د دې ترڅنګ شهزاد محمدي د ویکټ سانتې په برخه کې ۵۳ کیچونه او ۷ یې بیا سټمپونه ترسره کړي دي.

شهزاد د افغانستان لپاره لومړی د فرسټ کلاس لوبه د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلنو تر منځ د ای سي سي په نړیوال کپ کښي ترسره کړه.

په ۲۰۱۰ کال کښي هغه لومړۍ افغان لوبغاړی سو چي په فرسټ کلاس سېالیو کښي یې ډبله سلیزه ترسره کړه او پدغه لوبه کښي افغانستان د شهزاد د ۲۱۴ منډو په مټ د ۴۹۴ منډو هدف پوره او کاناډا ته یې ماته ورکړه.

شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه، همدارنګه یې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د ندرلینډ په وړاندي او لومړۍ شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۱۰م کال کې د ارلینډ په وړاندي ترسره کړه.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې