دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستان په کوربتوب د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام لغوه اعلان شو

په پام کې وه چې د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام د پاکستان په کوربتوب د هند سره د سیاسي کړکیچ له مخې په متحد عربي اماراتو او یاهم په سریلانکا کې ترسره شوې وی، خو د

BCCI

مشر سارو ګنګولي خبر ورکړ چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال اسیا جام به ترسره نشي،ګنګولي ویلي،، اوس وضعیت ته په کتو مونږ اجازه نشو ورکولای چې اسیاجام دې ترسره شي،، د یاد جام لپاره سبا عمومي غونډه ترسره کیدله چې ګڼ شمير خلک ورته په تمه و. خو د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سارو ګنګولي نن رسماً په یوه ویډو مرکه کې وویل چې راتلونکی اسیا جام لغوه اعلان دی او نه به ترسره کیږي.تراوسه د پاکستان کرکټ بورډ د ساروګنګولي د دې نظر په اړه هيڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.یاده دې وي چې د جمعي په ورځ د کرکټ نړیواله شورا هم خپله وروستۍ نهایي نېټه د نړیوال جام په اړه اعلانوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې