نړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز او انګلنډ لوبغاړي د تور پوستو په ملاتړ په ګونډو شوه!

له ۱۱۷ ورځو وروسته نړیوال کرکټ بیا پیل شو، چې پکښې ویسټ انډیز د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي د لومړۍ ټيسټ لوبې پیل وکړ.

ټولو لوبغاړو، لوبڅارانو او ټولو کارکونکو د تور پوستو په ملاتړ په سوت همپتون لوبغالي کې د یو څو سانیو لپاره په کونډو شوه.

ټولو لوبغاړو د لوبې مخکې دا پریکړه کړي وه، ترڅو په لوبغالي کې د یو څه وخت لپاره چوپتیا خپره کړي، او د تورپوستو په ملاتړ لاسونه پورته کړي. همداشان د ویسټ انډیز لوبغاړو په لاسونو باندي توري دسکشي هم په لاس کړي وي.

یوه اونې مخکې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي به په ټیسټ لوبو کې په نوي ډزاین لباس د لوبې ډګر ته کښته کیږي.

آی سي سي هم پر خپل رسمې ټویټر پاڼې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبدلې هغه انځور خپور کړي وو، چې پکښې دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي په نوي ډزاین لباس کې ښکاريدل.

د یاد انځور سره آی سي سي لیکلې ویسټ انډيز لوبډله د انګلستان سره د ټیسټ لوبو په لړې کې په نوي ډزاین لباس، چې د بلک لاویس مټر( Blacklivesmatter#) لوګو به پرې لیګیدلې وي میدان ته کښته سي.
بلک لاویس مټر ٬٬بې عدالتي باید ودریږي٬٬  دا شعار وروسته له هغه تورو پوستو پر خپل خوله راویښ کړ څه وخت، چې جورج فلویډ په امریکا کې د یوه سپین پوستې پولیس لخوا په ډیر بې رحمانه توګه ووژل سو.

ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه نن پیل کړه چې، د لوبې ټاس انګلنډ لوبډلې وګټې او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه کړي ده.

د لومړي ورځې د پای ته رسیدو سره سم انګلنډ لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره ۳۵ منډي ترسره کړي دي.

د یا دوني ده چې د دې دوو هیوادونو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د همدي میاشتې په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا په ۲۴مه نېټه پيلوي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې