افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړې شاپور ځدران نن ۳۳ کلن شو!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی چټک توپ اچونکی شاپور ځدران نن د جولای میاشتې په ۸مه نېټه ۳۳ کلن شو.

افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې هغه ته د کلیزې مبارکې ورکړې او ددې ترڅنګ یې ویلې، چي افغان لوبډلې د ۲۰۱۵م په خپل لومړني نړیوال جام کې د نوموړې د څلوریزې پر مټ د سکاټلنډ پر وړاندې لومړنۍ بریا خپله کړې وه.

شاپور ځدران د ۱۹۸۷م کال د جولای میاشتې په ۸مه نېټه د هیواد په لوګر ولایت کې زېږېدلی.

۳۳ کلن شاپور ځدران ۱۱ کاله مخکې په ۲۰۰۹م کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې سره یو ځای شو.

شاپور ځدران تر دې دمه ۴۴ یو ورځنۍ، ۶۸ شل اوریزه، ۹ فرسټ کلاس او ۵۶ بیا لست اې لوبې ترسره کړې دي.

شاپور ځدران په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ ویکټې، په ۶۸ شل اوریزه لوبو کې یې ۷۳ ویکټې، همدارنګه په ۹ فرسټ کلاس لوبو کې یې ۱۷ ویکټې او په ۵۶ لیسټ اې لوبو کې یې بیا ۵۷ ویکټې اخیستې دي.

په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۲۴ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي او د دې ترڅنګ یې بیا شل اوریزه لوبو کې ښه توپ اچونه د ۳۱ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپ اچونکی شاپور ځدران هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه اخیستې!

افغان کرکیټ ملي لوبډلي خپله  لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کي د ایرلینډ په وړاندي ترسره کړې وه.

د کرکیټ بورډ د معلوماتو له مخي په هغه لوبه کي د افغانستان لپاره د توپ اچوني په برخه کي لومړی شاپور ځدران وو، چي لومړی توپ او لومړی آور یې ترسره کړ.

شاپور ځدران د ملې لوبډلې لپاره لومړۍ یو ورځنې لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د ندرلېنډ په وړاندي ترسره کړه، همدارنګه یې بیا لومړۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۱۰م کال کې د ارلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ترسره کړه.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې