لیګونهنړیوال کریکټ

۴۸ کلن پروین ټمبي په سي پي ایل لیګ کې اخیستل شوی

د هندوستان هیواد د کرکټ د لوبو سوکه توپ اچونکی پروین ټمبي هم په کرابین لیګ کې د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې چې ملکیت یې د شاروخان په غاړه دی واخیستل شو.پروین هغه لوبغاړی دی چې په ۴۱ کلنۍ کې یې د هندوستان په تجارتي سیالیو کې ګډون وکړ.نوموړی د ممبی انډين لوبډلې لپاره په آی پي ایل سیالیو کې لوبیدلی،ټمبي څو میاشتې وړاندې د هندي لیګ څخه بي برخې شو،او اوس لومړی هندوستانی لوبغاړی شو چې په کرابین لیګ کې واخیستل شو.دا لا نده روښانه شوې چې پروین ټمبي به په کرابین لیګ کې د سیالیو د لوبیدو اجازه ترلاسه کړي اوکنه؟ ځکه هندوستان کرکټ بورډ او د

BCCI

کمېټه هیڅ کوم لوبغاړي ته اجازه نه ورکوي چې په بهرنیو لیګونو کې ولوبیږي.یاده دې وي چې د ټمبي سره په لوبډله کې راشد خان ارمان، مارکس سټونیس، راس ټیلر، هغه لوبغاړي دې چې یو څه له کافي تجربو څخه برخمن دي.د ویسټ انډيز کرابین لیګ د اګسټ په ۱۹ ڼېټه پیلیږي او د سيپټمبر تر ۲۶ ڼېټې به دوام وکړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې