نړیوال کریکټ

یوه ورځ تر نړیوال کرکیټه!

د قرنطين له اوږده ځنډ وروسته سبا د انګلستان او ويسټ انډيز په ټيسټ سيالۍ سره يوځل بيا نړيوال کرېکټ پيليږي.

ټاکل شوې د نړیوال کرکټ بیا پیل د ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملې لوبډلو په درې ټیسټ لوبو سره وشي.

له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شو، ټولي ورزشي لوبي یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې، چې له دې اوږده ځنډه ورورسته آی سي سي دا پریکړه کړي چې یو ځل بیا نړیوال کرکټ پیل کړي.

د کرکټ مینوالو لپاره د خوښې زیري دادې چې اوس یو ځلي بیا سبا د ویسټ انډیز او انګلستان کرکټ ملې لوبډلو تر منځ د ټیسټ لوبو سیریز پیلیږي.

ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه سبا د جولای میاشتي په ۸مه، دوهمه ټیسټ لوبه په ۱۶مه او درېیمه ټیسټ لوبه بیا د همدې میاشي ۲۴مه نېټه ترسره کوي.

دواړو لوبډلو دې سیالیو ته د پوره چمتوالې خبر ورکوي.

دا سیالۍ د انګلستان په ستو همپټن او منچسټر ښارونو کي د تماشاچیانو پرته ترسره کیږي.

له دې لوبلړې وروسته به بیا انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د پاکستان سره درې ټیسټ او درې بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړي.

پاکستان کرکټ ملې لوبډله هم د یادو سیالیو لپاره انګلستان ته تللې تر څو هلته تمرینات ترسره کړي.

د پاکستان لپاره په درو ټیست سیالیو کې مشري اظهر علي ته او په درو شل اوریزه لوبو کي بیا بابر اعظم ته ور تر غاړې ده.

انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي.

همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په ۲مه نېټه ترسره کړي.

دا ټولې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره کېږي.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې