افغانستان کریکټلیګونه

محمد نبي د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې تر ټولو ګران وپیرل شو!

د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو سیالیو کې محمد نبي، سندیپ لامیچېن او بین ډنک تر نورو لوبغاړو په ګرانه بیه خرڅ شول.

محمدنبي د سینټ لوسیا زوکس لوبډلې لخوا په ۱۳۰ زره امریکایي ډالره وپیرل سو. د دې ترڅنګ سندیپ لامیچېن او بین ډونک هم په ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو واخیستل شوه.

د ویسټ انډيز هېواد د کرکټ کورنی لیګ د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه پيلېږي او د سيپتمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه به پای ته ورسېږي.

په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د ټولو لوبډلو لوبې به یې د کورونا له امله د ویسټ انډيز حکومت تر څارنې لاندي ترسره شي.

د کارابين پريمئير ليګ د بولي لپاره ٥٣٧ لوبغاړو نوم ليکنه کړې وه چې هرې لوبډلې پکې د خپلې خوښې لوبغاړي واخيستل.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي راشد خان سره بيا د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې له بولي مخکې د ١٦٠ زره امريکايي ډالرو په بدل کې قرارداد کړى و، همدا راز قېس احمد بيا د ګيانا امازون لوبډلې له لوري اخيستل شوى دى.

سږکال د سي پي ايل سياليو کې افغان لوبغاړو د ټولو لوبډلو پام ځان ته اړولى و، همدا لامل و چې ځينې نوي لوبغاړي هم په لومړي ځل په سي پي ايل کې واخيستل شو.

نوین الحق، رحمن الله ګربز او نور احمد هغه لوبغاړي دې، چې په CPL سیالیو کې به په لومړي ځل لوبیږي او د افغانستان نماینده ګې به کوي.

د ویسټ انډيز هیواد د کرکټ په ستر تجارتې لیګ«کارابین» کې ۶ افغان لوبغاړي په بیلابیلو لوبډلو کې اخیستل شوي، چې دا د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.

دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳م کال کې ترسره شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې جمېکا ټالاواس لوبډلې، د دوهم پړاو باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې، درېیم پړاو ټرېنېډاډ اېنډ ټوباګو رېډ سټیل لوبډلې، څلورم پړاو جمېکا ټالاواس لوبډلې، پنځم پړاو ټرېنباګو نایټس رایډرز لوبډلې، شپږم پړاو ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې او د اووم پړاو اتلولي بیا باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې ترلاسه کړه.

سږنی کال یې اتم پړاو دی.

کارابین لیګ د نورو تجارتي سیالیو ترڅنګ د افغان لوبغاړو په پرمختګ کې خورا مهم رول لري.

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې