افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

مجیب الرحمن ویلي په بال لعاب نه کارول به سوکه توپ اچونکو ته ستونزې راولاړې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکي مجیب الرحمن د کریک بز سره په مرکه کې ویلي،، د کرکټ نړيوالې شورا ځنې بندیزونه ولګول چې په هغې کې یو هم د خولې لاړې دي مونږ همیشه هڅه کوو چې په لعاب سره بال سوینګ کړو،دا به یوازې په سوکه توپ اچونکو بد اغیز ونلري فاسټ بالران به هم د ورته ستونزې سره مخ شي،لا تراوسه سیالۍ ندې ترسره شوې مونږ به وګورو چې پرته د لعابه بال څنګه ترسره کیږي.مونږپه جالونو کې لاهم د خولې لاړي کارو، زمونږ لوبډلې ته روزنیز کمپ ډېر ګټور، ځکه ډېر وخت مونږ د کرکټ څخه لري و دا زمونږ په فیټنیس باندې ژوره اغیزه غورځولی شي،مونږ په حقیقت کې تمرین ته زیاته اړتیا درلوده،،

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دغي سوکه توپ اچونکی دا هم وویل چې پرته له ننداره چیانو لوبې ترسره کولای شي او هیڅ کومه ستونزه پکې نلري، خو مجیب الرحمن بیا په دې اند دی چې کله ویکټ یا کیچ ونیول شي نو بیا شور جوړیږي چې دلته بیا احساسات راپاریږي نو بیا یو لوبغاړی ډېره ښه سیالۍ ترسره کولای شي.مجیب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو له هغه توپ اچونکو څخه دی چې د ګوتو په کمال څو ډوله بالینګ ترسره کوي،او تر ډېره بریده د پيل خطرناک اورونه ترسره کوي چې ترډېره پکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ویکټ ترلاسه کوي. یاده دې وي چې دغه کلیدي سپینر دا ځل د ویسټ انډیز په کرابین لیګ کې وانه خیستل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې