دلوبغاړو په اړه

شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکې وپیژنئ!

راشدخان آرمان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې الرانډور دي، چې په ۱۹۹۸م کال کې د سپټمبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې زېږیدلی.

راشدخان د افغان ملې لوبډلې سره په ۲۰۱۵م کال کې یو ځای سو، چې تر دې دمه یې ۴ ټیسټ، ۷۱ یو ورځنۍ او همدارنګه یې ۲۱۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي.

د دې تر څنګ راشد خان آرمان په کور دننه  ۷۳ لیست ای او ۸ یې بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړي دي.

راشدخان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړې لیګ بریک ګوګلی توپ اچونکې دي، چې د همدې توپ اچونې له امله اوس د نړۍ خطرناکه توپ اچونکې بلل کیږي.

ټیسټ لوبې یې:

راشدخان د ۴ ټیسټ لوبو څخه په ۷ پاڼیو کې توپ وهنه ترسره کړي ده، چې په دې ۷ پاڼیو کې یې ۱۰۶ منډي کړي، د ټیسټ لوبو په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیر منډي ۵۱ دي، د دې تر څنګ یې په ټیسټ لوبو کې یوه پنځوسیزه وهلې، خو کومه سلیزه نلري.

همدارنګه یې د ټیسټ لوبو په دې فارمټ کې ۱۱ څلوریزي، او ۶ یې بیا شپږیزي وهلي.

راشد خان د توپ وهنې برخه دومره پیاوړي نده، لکه د توپ اچونې برخه یاد لوبغاړي د ټیسټ لوبو په ۷ پاڼیو کې ۲۳ ویکټې اخیستي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۴۹ منډو په بدل کې د ۶ لوبغاړو سوځول دې.

یو ورځنۍ لوبې یې:

راشدخان آرمان تر دې دمه په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده، په دې ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۰۵ منډي کړي، چې په یوه لوبه کې ښه توپ وهنه د ۶۰ منډو ده، همدارنګه یې په ۷۱ یوورځنیو لوبو کې ۵ پنځوسیزي، خو د یو ورځنیو لوبو په دې فارمټ کې یې کومه سلیزه نده وهلي.

د دې ترڅنګ راشدخان په یو ورځنیو لوبو کې ۸۱ څلوریزي او ۲۸ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

د توپ اچونې برخه یې په یو ورځنیو لوبو کې ډیره ښه ده، آرمان په ۷۱ یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ ویکټې اخیستي، چې په یوه لوبه کې يې تر تولو ښه توپ اچونه د ۱۸ منډو په ورکولو سره د ۷ لوبغاړو سوځول دي، راشد خان دا ستر ریګاډ په ۲۰۱۷م کال کې د ویسټ انډيز هیواد پر وړاندي لوبه کې تر سره  کړ.

 څو اونې وړاندي د یاد ریکارډ ستاینه د کرکیټ نړیوال شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه هم وکړه.

د ۲۰۱۷م د جون میاشتي په نهمه نېټه افغان کرکیټ ملي لوبډلي د ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې لومړۍ لوبه ترسره کړه، چي په هغه لوبه کې افغان کرکیټ ملي لوبډلي ویسټ انډیز ته په ۶۳ منډو ماته ورکړه.

په یاده لوبه کې لومړی افغانستان لوبه پيل کړې وه او په ټاکلو پنځوسو آورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ټیم ته د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی وو.

خو ویسټ انډیز لوبډله د ۴۴،۴ اورونو کې د ټولو لوبغالو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۹ منډې ترسره کړې او د افغانستان پر وړاندې یې ماته وخوړله.

په دې لوبه کې راشد خان ارمان ۷ د ویسټ انډیز هیواد اووه لوبغاړي سوځلي وه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان ته ورکړل شوې وه، نوموړي په ۸.۴  اورونو کې یواځې د ۱۸ منډو په ورکولو سره ۷ ویکټې ترلاسه کړي وې.

ددې لوبې په بریا سره افغان ګوګلي ماسټر راشیدخان ته د نوي ریکارډ غېږ پرانېستل شوه.

هغه تر یادي کارنامې وروسته د کرکیټ په نړۍ کې څلورم لوبغاړی شو چې په یوه لوبه کې یې اووه لوبغاړي وسوځول.

هغه وخت کي د راشدخان د بهترینه کارکردګۍ له امله په ګڼ شمېر مشهوره ورځپاڼو او ویب سایټونو کې د نوموړي د ښې توپ اچونې په هکله بېلابېل سرلیکونه څرخېدل او هغه یې یو ملي اتل بللی وو.

شل اوریزه لوبې یې:

راشدخان آرمان د خپل کرکټ په دې فارمټ کې تر دې دمه ۲۱۱ شل اوریزه لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۱۱ لوبو کې یې ۸۷۹ منډي کړي، د شل اوریزه لوبو په یوه سیالۍ کې تر ټولو ښه توپ وهنه د ۵۶ منډو ده.

همدارنګه یې په شل اوریزه لوبو کې کومه سلیزه نده وهلي، خو په یاد فارمټ کې یې یوه پنځوسیزه تر سره کړي ده، د دې ترڅنګ راشد خان په شل اوریزه لوبو کې ۵۸ څلوریزي او ۶۳ یې بیا شپږیزي وهلې دي.

راشد خان آرمان په ۲۱۱ شل اوریزه لوبو کې ۲۹۶ ویکټې اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې  یې  تر ټولو ښه توپ اچونه د ۳ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي. همدارنګه یې څلور ویکټې ۶ ځلې او او پنځه ویکټې یې بیا ۲ ځلې اخیستي دي.

فرسټ کلاس لوبې یې:

راشد په کور دننه په اتو فرسټ کلاسو لوبو کې لوبیدلې، چې په دې اتو لوبو کې یې ۲۳۱ منډي کړي دي، د فرسټ کلاس لوبو په یوه سیالۍ کې یې ښه توپ وهنه د ۵۲ منډو ده، همدارنګه یې په دې سیالیو کې کومه سلیزه نده وهلي، خو دوي پنځوسیزي یې په خپل نوم ثبت کړي دي.

د دې تر څنګ راشد په اتو فرسټ کلاس لوبو کې ۲۹ څلوریزي او څلور یې بیا شپږیزي وهلي دي.

راشدخان په اتو فرسټ کلاس لوبو کې  ۵۸ ویکټې هم اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۷۴ منډو په ورکولو سره د ۸ لوبغاړو سوځول دي.

همدارنګه یې د فرسټ کلاس لوبو په دې فارمټ کې ۴ ویکټې یو ځلې او ۵ ویکټې یې بیا اووه ځلې ترلاسه کړي دي.

او لیست ای لوبو یې:

راشدخان تر دې دمه په کور دننه ۷۳ لیست ای لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۷۳ لیست ای لوبو کې یې ۹۲۶ منډي کړي، د لیست ای سیالیو په یوه لوبه کې یې ښه توپ وهنه د ۶۰ منډو ده.

همدارنګه یې په دې سیالیو کې ۴ پنځوسیزي وهلي دي، خو له ځان سره کومه سلیزه نه لري.

د دې ترڅنګ راشد په لست ای سیالیو کې ۸۶ څلوریزي او ۲۸ یې بیا شپږیزي وهلي دي.

راشد خان آرمان په ۷۳ لیست ای لوبو کې ۱۳۷ ویکټې اخیستي دي، چې په یوه سیالې کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۱۸ منډو په بدل کې د اوو لوبغاړو سوځول دي.

راشدخان لومړي ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کې د هندوستان په وړاندي، همدارنګه یې لومړي یوه ورځنۍ لوبه د زومبابوی پر وړاندي په ۲۰۱۵م کال کې ترسره کړه او لومړي شل اوریزه لوبه یې هم په ۲۰۱۵م کال کې د زومبابوی پر وړاندي ترسره کړه.

راشد خان آرمان د توپ اچونې په برخه کې د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې ۱۱ مقام، همدارنګه د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندي ۳۵ مقام او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندي کې دا ځوان او پیاوړې لوبغاړې لومړی مقام له ځان سره لري.

د دې ترڅنګ راشد خان ارمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کې بیا په شپږم مقام کې راغلي دي.

یاد لوبغاړې اوس د نړۍ په سطحه یو پیاړې او ښه توپ اچونکې دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې