دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سوشانت سېنګ د ډوني په هیلیکوپټر شاټ باندې ۹ میاشتې کار کړی وه

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې مشهوره او ویاړلی لوبډلمشر ډوني نن ۳۹ کلن شو او خپله ۳۹ مه کلیزه یې ولمانځله. د ډوني د زوکړې ورځ په خورا حیرانوونکو او جالبو کړنو سره ولمانځل شوه. د وېسټ انډېز ټول چارې یا الراونډر لوبغاړي ډوین براوو د ډوني لپاره ځانګړې سندره نن خپره کړه. براوو په خپل غږ باندې یوه سندره ویلي ده چې پکې د ډوني ستاینه شوې ده او دا سندره یې ایم ایس ډوني ته ډالۍ کړې ده. 

د ډوني لپاره نه یواځې دا سندره ویل شوي ده، بلکې د نوموړي پر ژوند باندې کلونه وړاندې یو فلم هم جوړ شوی وه. چې نوموړی فلم په خورا ښه شکل سره نندارې ته وړاندې شوی وه خو پدې فلم کې چې کوم هلک د ډوني رول لوبولی وه هغه اوس نشته او څو اونۍ وړاندې یې ځان وژنه کړې وه. نوموړی هلک سوشانت سېنګ نومېږي چې د ډوني پر دغه فلم باندې یې خورا زیاته هڅه کړې وه دومره هڅه یې کړې وه چې اند ډیری وخت یې د دې فلم جوړولو لپاره له ډوني سره یو ځای تېر کړی وه تر څو پوه شي، چې ډوني کوم ډول کړنې تر سره کوي.

د ایم ایس ډوني هیلیکوپټر شاټ او د سوشانت سېنګ هڅه:

دا چې مهیندرا سېنګ ډوني په هیلیکوپټر شاټ کې نوم لري او هر لوبغاړی ډوني ته ورته هیلیکوپټر شاټ نه شي وهلی نو له دغې ستونزې سره سوشانت سېنګ هم مخ شوی وه او نه یې شو کولی چې ډوني ته ورته هیلیکوپټر شاټ ووهي. خو نوموړي خپلې هڅې وکړلې او هڅو په پسې یې هڅې جارې وساتلې د او د ۹ میاشتو وروسته پر دې وتوانېد چې ډوني ته ورته هیلیکوپټر شاټ ووهي. د سوشانت داسې کړنو چې بیخې ډوني ته ورته وې ګڼ خلک یې ګوته په غاښ کړل. سوشانت او ډوني سره ښه ملګري هم شول داسې ملګري لکه د کورنۍ غړو په څېر شول. دا چې سوشانت سېنګ د ایم ایس ډوني پر ژوند باندې کوم فلم جوړ کړ ډیرې زیات سخت کارونه یې تر سره کړل چې د دغو سختو کارونو او هڅو په پایله کې یاد فلم په باکس کې خورا ښه وځلېد.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې